د نوي م کال جشنونه له نیوزیلنډه پیل شوي

د اسټرالیا سیډني له لومړنیو ښارونو څخه دی چې نوی کال لمانځي

د نیوزیلنډ اوکلنډ، لومړی لوی ښار شو چې نن یې ۲۰۲۵ کال ته هرکلی ووایه.

په دې ښار کې زرګونه کسانو په سیمه ایز وخت د شپې د دولسو بجو له نژدې کېدو سره د ثانیو چپه ګڼل پیل کړل او د کال له بدلون سره سم یې د اورلوبو په بدرګه د خوښۍ نارې پیل کړې.

له نیوزیلند څخه د دوو ساعتونو په توپیر په اسټرالیا کې نوی کال پیلېږي. هرکال له یو میلیون ډېر خلک په سیدني کې راټولېږي او د دودیزې اورلوبې ننداره کوي.

نن د ۲۰۲۴ میلادي کال په وروستۍ ورځ په نیویارک، لندن، پاریس او د نړۍ په ډېرو نورو ښارونو کې هم خلک د نوي کال د رارسېدو په ویاړ جشنونو ته تیاري نیسي خو په ۲۰۲۴ کال کې د منځني ختیځ او اوکراین جګړو سږکال د دې جشن پر مراسمو سیوری غوړولی دی.