سیمه باهوس: افغان ښځو له سختو بندیزونو سره سره خپل غږ اوچت کړی

Afghanistan - Sima Bahous meets Feridun Sinirlioğlu. 01.06.2023 سيما باهوس له فریدون سینرلي اوغلو سره

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې اجرایوي مشره وایي، له سختو محدودیتونو او بنديزونو سره سره لا هم افغان ښځې خپل غږ پورته کوي، خپلې کیسې بیانوي او د بدلون لپاره هلې ځلې کوي.

د افغان ښځو د ژوند او وضيعت په اړه د نړيوالو سازمانونو د څرګندونو او اندېښنو په دوام دا ځل د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې اجرايي مشرې ويلي چې پر بنديزونو سربېره افغان ښځې توانېدلي خپل غږ اوچت وساتي.

سيما باهوس د دوشنبې په ورځ د دسمبر په ٣٠ پر خپله ايکسپاڼه " پخواني ټوېټر" ليکلي چې له سختو محدودیتونو او بنديزونو سره سره لا هم افغان ښځې خپل غږ پورته کوي، خپلې کیسې بیانوي او د بدلون لپاره هلې ځلې کوي.

هغې د افغان ښځو او نجونو ملاتړ کړی او زیاته کړې یې ده چې په ستونزو کې د افغان ښځو زړورتیا او هڅې موږ ته دا را په ګوته کوي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو مبارزه دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته پر افغان نجونو او ښځو له زده‌‌کړو او کار څخه د دوی راګرځولو په ګډون ګڼ محدویتونه لګولي دي.

خو افغان ښځې او نجونې سره له دې چې له سختو ننګونو سره مخامخ دي د دوی په خبره له مبارزې یې لاس نه دی اخیستی.

فتانه چې د طب پوهنځي د قابلګۍ محصله وه او د طالبانو د حکومت د وروستي بنديز په ترڅ کې چې په افغانستان کې يې نجونې طبي انسټيټوټونو ته له تګ را ګرځولي دا هم له زدکړو پاتې ده وايي چې اوس د اقرا" په نوم د يوې انلاین مجلې مسووله ده چې د ښځو ليکنو او پنځونو ته ځانګړې ده.

"ما خپله په دې کال کې د ليکوالۍ په مرسته خپلې هڅې روانې وساتلې د ښځو لپاره مې د "اقرا" مجله پيل کړه چې ښځې پکې خپلې تجربې، هڅې او برياوې شريکې کړي څو نورو ښځو ته انګېزه شي په ٢٠٢٥ کال کې هڅه کوم چې خپلې هڅې لا پسې روانې او پراخې وساتم څو نورې ښځې خپلې وړتياوې وښي"

نوموړې زياتوي چې د دې مجلې د پيلولو موخه یې نړيوالو ته د دې ښودل و چې افغان ښځې د زدکړې، پوهې او مبارزې ځواک لري.

د افغانستان د معترضو ښځو له ډلې پريسا همتي هم وايي چې په تېرو کلونو کې دې او نورو معترضو ښځو په ګڼو اعتراضونو کې ګډون کړى او د حکومت له خوا له سختو ستونزو سره مخامخ شوي خو لا هم مبارزه کوي.

"د يوې افغانې په توګه چې په ځلونو مې په اعتراضاتو کې ګډون کړى او خپل غږ مې اوچت کړى تېر کال موږ له ډېرو ننګونو سره مخ وو، د حکومت له خوا ښځې ډېرې محدودې شوې په ٢٠٢٥ کال کې هم که نړۍ د افغان ښځو په حق کې پرېکنډه فیصلې و نه کړي معترضې ښځې ډېر پلانونه لري چې اعتراض وکړي څو خپل حق او حقوقو ته ورسېږي"

دا په‌ داسې حال کې ده چې مخکې هم د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا د متحدوايالتونو سفارت د نوومبر په ١٠ ويلي و چې افغان زده‌کوونکې، په ځانګړې توګه ښځې له ډېرو ستونزو سره-سره د روغتیا او تعلیم په برخو کې پرمختګ او هڅو ته دوام ورکوي.

د طالبانو حکومت وايي چې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې يې د ټولو ښځو حقونه خوندي کړي دي.

خو دوی نجونې له شپږم ټولګي پورته له هر ډول زده کړو راګرځولي او په ټولو نادولتي او ډیری دولتې ادارو کې یې د هغوی د کار مخه هم نیولې ده. تازه د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت د دسمبر په ٢٩ د يو مکتوب په خپرولو سره یو وار بیا موسسو او انجوګانو ته خبرداری ورکړی چې که يې نجونې او ښځې په دندو وګومارلې، جوازونه به یې لغوه کړي.