په کابل ولایت کې د شاه و عروس بند پرانستل شو

ارشیف

د باختر خبري آژانس، چې طالبان یې اداره کوي د خبر له مخې، د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند نن پرانیستل شو.

د خبر له مخې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په دې ویاړ جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال دا پروژه د افغانستان د اوبو د مدیریت او د کرنې په برخه کې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهمه وبلله.

د شاه او عروس بند چې کار یې د پرځېدلي جمهوري نظام پرمهال پیل شوی و، په کال کې د ۳۳ میلیون مکعب متره اوبو د تنظیم او د ۹ میلیون مکعب متره اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري. دا بند همداراز د ۲۷۰۰ هکتاره ځمکې د خړوبولو او د ۱،۲ میګاواټه بریښنا د تولید ظرفیت هم لري. تمه ده چې د شاه او عروس بند به د کابل ښار د څښاک د اوبو او د بریښنا د کمښت ستونزې څه ناڅه راکمې کړي.