د اوکراین پر بیلابیلو سیمو هوايي بریدونه شوي

خلکو له بریدونو د خوندیتوب لپاره پناهځایونو ته مخه کړې

د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې نن سهار وختي د هوايي حملو د خطر زنګونه ووهل شول او د پلازمېنې کییف په ځینو سیمو کې د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

د هوايي حملو خبرداري په چیرني هیف، سومي، پولتاوا، لوهانسک، دنیپروفسک، زاپوریژیا، کییف او څو نورو سیمو کې واورېدل شول.

د کییف د پوځي ادارې مشر سیرهي پوپکو وویل چې د دې ښار پر یوه ناحیه د توغندیو چرې راپرېوتې دي. د دې حملو د تلفاتو په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

په سومي کې هم سیمه ایزې پوځي ادارې وویل چې د روسیې یو توغندی د شوستکا ښار ملکي تاسیسات زیانمن کړل خو د تلفاتو په اړه یې څېړنې پیل شوې دي.

د روسیې دا حملې داسې مهال کېږي چې متحدوایالتونو پرون له اوکراین سره د ۲،۵ میلیارد ډالرو په ارزښت تازه مرسته اعلان کړه.