د نړۍ ځینو مشرانو د جیمي کارتر پر مړینې خواشیني څرګنده کړه

د جیمي کارتر د سلمې کلیزې د جشن یو انځور/آرشیف

د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی ولسمشر جیمي کارټر، د سلو کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې. د کارټر بنسټ پرون یکشنبه په یوه اعلامیه کې وویل، چې هغه په جورجیا ایالت کې په خپله کور کې ساه ورکړه. ډیموکرات کارټر له ۱۹۷۷ تر ۱۹۸۱م کاله پورې د امریکا د متحدو ایالتونو نهه دېرشم ولسمشر و.

کارټر په ۲۰۲۲م کال کې د نوبل د سولې جایزه هم ګټلې وه.

د امریکا د متحدو ایالتونو اوسني پخوانیو ولسمشرانو، دغه راز د نړۍ نورو رهبرانو د جیمي کارټر پر مړینه عکس العمل ښوولی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د پخواني ولسمشر جیمي کارټر تر مړینې وروسته وویل، چې

امریکا او نړۍ یو خارق العاده رهبر له لاسه ورکړ
د کارټر په اړه د بایډن خبرې

.

بایډن په یوه اعلامیه کې وویل، چې د کارټر د جنازې مراسم د جنورۍ پر نهمه په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې ترسره کېږي.

بایډن د جنورۍ نهمه د کارټر د مړینې له کبله، د امریکا په متحدو ایالتونو کې په ملي سطحه ویر اعلان کړی دی.

ولسمشر جو بایډن جیمي کارټر هغه کس یاد کړی، چې د اصولو او خاکسارۍ خاوند و او زیاته کړې یې ده، چې هغه په زړه سوي او اخلاقو سره د ناروغیو ختمولو، د سولې د ټینګښت، د مدني او بشري حقونو د تطبیق، د ازادو او عادلانه ټاکنو د دودېدو او بېکوره کسانو ته سرپناه په برابرولو کې نقش ولوباوه او تل د اقلیتونو د حقونو ملاتړی و.

کارتر د سولې نوبل جایزې د ترلاسه کولو پرمهال

د امریکا د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تروت سوشیل په ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې

جیمي کارټر د خپل صلاحیت په چوکاټ کې د ټولو امریکایانو د ژوند د ښه کولو لپاره کارونه وکړل
د کارټر په اړه د ټرمپ خبرې

ټرمپ زیاته کړې چې هغه او مېرمن یې ملانیا ټرمپ په دې سختو حالاتو کې په صمیمیت سره د کارټر د کورنۍ او خپلوانو په اړه سوچ کوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش، جیمي کارټر د ژور اعتقاد لرونکی او خپلې کورنۍ، ټولنې او هېواد ته وفادار کس یاد کړی او په یوه پیغام کې یې ویلي، چې د یوې ښې نړۍ د ایجاد لپاره د هغه هڅې، یوازې د هغه د ولسمشرۍ په دورې پورې منحصرې نه وې.

د امریکا د متحدو ایالتونو بل پخواني ولسمشر بل کلېنټن هم جیمي کارټر هغه کس یاد کړی، چې د عمر تر پایه یې د نورو د خدمت لپاره ژوند وکړ او مدني حقونو، د طبیعي سرچینو د خوندیتوب لپاره یې د هغه تعهد او د بشرپالنې په برخه کې د کارټر هڅې ستایلې دي.

د امریکا بل پخواني ولسمشر بارک اوباما د خپلې ایکسپاڼې (پخواني ټویټر) په یوه پیغام کې ویلي، چې

ولسمشر کارټر موږ ټولو ته دا راوښوده، چې له زړه سوي، شرافت، عدالت او خدمت ډک ژوند په څه معنی دی
د کارټر په اړه د اوباما پیغام

په همدې لړ کې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ویلي، چې د ویر په دې شېبه کې د جیمي کارټر له کورنۍ سره د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي او د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر او خلکو سره خواخوږي ښيي.

السیسي زیاته کړې چې د مصر او اسرائیل ترمنځ د سولې موافقې د ایجاد لپاره د کارټر مهم نقش په تاریخ کې په روښانه توګه خوندي پاتې کېږي.

هغه ویلي، چې جیمي کارټر به د نړۍ د یوه وتلي رهبر په توګه د خلکو په یاد وي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مایو نینګ ویلي، چې چین هم د امریکا د پخواني ولسمشر جیمي کارټر د مړینې له کبله له دغه هېواد سره خپله ژوره خواخوږي ښيي.

هغې ویلي، چې کارټر د چین او امریکا ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو په ایجاد کې د یوه محرک ځواک په توګه عمل کړی و او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ په پراختیا کې یې مهم نقش لوبولی و.

بلخوا د هند صدراعظم نریندرا مودي ویلي، چې د جیمي کارټر د مړینې له خپله ډېر خپه شوی دی.

مودي ویلي، چې کارټر په نه ستړې کېدونکې توګه د نړیوالې سولې او اتحاد لپاره کار کړی دی.

د هند صدراعظم دغه راز ویلي، چې

د هند او امریکا ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې د جیمي کارټر ونډه د هغه یو تلپاتی میراث دی
نریندرا مودي د کارټر په اړه

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ ویلي، چې د امریکا متحدو ایالتونو د ډیموکراسۍ لپاره یو ژمن مبارز له لاسه ورکړ.

هغه د جیمي کارټر مړینې ته په اشارې ویلي، چې نړۍ په منځني ختیځ کې یو عالي منځګړی او د بشري حقونو ملاتړی بایللی دی.

کارټر پرون یکشنبه د سلو کلونو په عمر د امریکا د متحدو ایالتونو په جورجیا ایالت کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

ډیموکرات کارټر له ۱۹۷۷ تر ۱۹۸۱م کاله پورې د امریکا د متحدو ایالتونو نهه دېرشم ولسمشر و. هغه مخکې د جورجیا ایالت والي هم پاتې شوی دی.

کارټر په ۲۰۲۲م کال کې د نوبل د سولې جایزه هم ګټلې وه.

د بشري حقونو د څار بنسټ جیمي کارټر د بشري حقونو د ملاتړ له کبله ستایلی او ویلي یې دي، چې هغه د ولسمشرۍ له دورې وروسته هم د بشري حقونو ملاتړ ته دوام ورکړ.