په جنوبي کوریا کې د یوې الوتکې د ټکر په پېښه کې د نږدې ۱۸۰ کسانو مړینه
Your browser doesn’t support HTML5
په جنوبي کوریا کې د الوتکې د ټکر د پېښې د مړو شمېر ۱۷۹ ته ورسېد.
یواځې دوه کسان ژوندي پاتې دي.
د جنوبي کوریا په موان هوايي ډګر کې یکشنبه سهار یوه مسافروړونکي الوتکه چې له ټایلند څخه جنوبي کوریا ته رسېدلې وه د ناستې پر مهال له رنوې ووتله او په یوه دیواله ولګېده.