امنیت شورا له طالبانو غوښتي چې د ښځو د حقونو محدودوونکې پالیسۍ لرې کړي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر ښځو د لګول شويو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې.  يادې شورا د افغانستان په تړاو خپلې اعلامیه کې پر افغانستان د طالبانو د تګلارو د اغیزو په اړه اندیښنه څرګنده کړې. 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ ناوخته د دسمبر په ٢٧مه د افغانستان په اړه په يوې اعلامیه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) او د ياد سازمان د سرمنشي د ځانګړي استازې روزا اوتنبایوا له کار څخه د ملاتړ په څرګندولو، پر افغانستان د طالبانو د تګلارو د اغیزو په اړه اندیښنه ښوولې.

په دې اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د طالبانو د هغو پرلپسې سیاستونو او کړنو د منفي اغیزو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې چې په ټکو يې د ښځو او نجونو بنسټیز بشري حقونه او ازادۍ محدودي او په دې توګه د افغانستان او د افغانانو د سولې، ثبات او پرمختګ مخه نیسي.

د امنیت شورا غړو له طالبانو غوښتي چې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر د قانون او د طبي زده کړو په شخصي او دولتي انسټیټونو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز په ګډون، دا تګلارې او محدودیتونه ژر تر ژره لرې کړي.

افغان نجونې

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په اعلامیه کې د مطرح شویو غوښتنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نکړې.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اعلامیه کې په افغانستان کې ناوړه بشري او اقتصادي وضعیت، ترهګرۍ سره د مبارزې پر اړتیا، د کوکنارو د کمیدو د دوام لپاره د بدیل کښت په برخه کې ملاتړ او په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د ملګرو ملتونو مهم رول دوام ته هم اشاره شوې.

په ورته وخت کې یو شمیر افغان نجونې او مېرمنې د دې تر څنګ چې په دې برخه کې یوازې د اعلامیو خپرول کافي نه بولي د میرمنو وضعیت ته د ملګرو ملتونو پاملرنه هیله بخښونکې بولي.

د کابل یوه اوسیدونکې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل:

«زه د یوې افغان نجلۍ په حیث د ملګرو ملتونو سازمان د پریکړو او اعلامیو په خپرولو ډیره خوشحالیږم ځکه دوی زموږ هیلۍ ژوندۍ ساتي او نه غواړي د افغان نجونو هیلې له منځه ولاړ شي.»

خو زیاتوي چې د دې اعلامیو تر څنګ، نړیواله ټولنه باید عملي اقدام هم وکړي.

د ښځو د حقونو فعاله ليلا بسیم هم وایي په افغانستان کې د ښځو د بنسټیزو حقونو د ترلاسه کولو او د طالبانو په تګلارو کې د بدلون راوستلو لپاره يواځینۍ لار پر دوی د فشارونو زیاتول دي.

«د افغان میرمنو پر وړاندې د طالبانو د تګلارو د بدلولو لپاره، کورني او بهرني فشارونو ته اړتیا ده، دا فشارونه امکان لري اقتصادي وي یا ډیپلوماتیک فشارونه، که طالبان احساس وکړي چې دا فشارونه د دوی د مشروعیت په برخه کې اغیز لري،امکان لري چې زموږ ځینې غوښتنې ومني.»

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اعلامیه کې دغه شان ویل شوي، د ښځو د حقونو په برخه کې مثبت پرمختګونه له نړیوالې ټولنې سره د باور رامنځته کولو لپاره مهم دي.

که څه هم د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دوی تر کنترول لاندې ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې له ټولو هیوادونو سره د مثبت تعامل غوښتونکي دي خو دوی د ښځو په ګډون د افغانانو د حقونو د تامین او د ټول ګډونه حکومت جوړولو په شمول د رسمیت پيژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې اساسي غوښتنو ته پام نه دی کړی.

طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو ورسته د زده کړو او کار په ګډون د نجونو او میرمنو ګڼ اساسي حقونه نقض کړي خو دوی تل ادعا کړې چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د میرمنو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي هغه ادعا چې افغانانواو نړیوالې ټولنې ته د منلو نه ده.

افغان مېرمنې او د طالبانو محدودیتونه