د ترکیې امنیتي ځواکونو تر ۶۰۰ ډېر کډوال نیولي

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وايي چې د دې هېواد امنیتي ځواکونو ۶۵۶ داسې کډوال نیولي دي چې د اقامت قانوني اسناد نه یې نه لرل.

علي یرلي‌کایا پرون (جمعه) پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دغه کسان د (کالکان ۳۶) په نوم د عملیاتو په ترڅ کې پېژندل شوي او نیول شوي دي.

د هغه په وینا، خپلو هېوادونو ته د دغو کډوالو د بېرته ستنېدو چارې پیل شوې دي.

ده نه دي ویلي چې نیول شوي بې اسناده کډوال په کومو هیوادونو پورې تړاو لري خو په تیرو دوو کلونو کې د ترکیې امنیتي ځواکونو د نورو ملیتونو ترڅنګ ګڼ شمېر افغان کډوال هم نیولي او اکثره یې افغانستان ته لېږلي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر همداراز ویلي چې په دې عملیاتو کې ۵۲ کسان د انسانانو د قاچاق په تور نیول شوي دي. ده د انساني قاچاقبرو هویت په اړه څه نه دي ویلي.

علي یرلي‌کایا زیاته کړې چې د ناقانونه کډوالو د پېژندلو او نیولو چارې د لویې څارنوالۍ، د مهاجرت ادارې، د عمومي امنیت ریاست، د ژاندارمې عمومي قوماندانۍ او د ساحل ساتونکو د قوماندانۍ په همغږۍ ترسره کېږي او دوام به ولري.

ترکیې د بېرته ستنېدو ۳۲ مرکزونه جوړ کړي چې شاوخوا ۲۰ زره کسانو ته ځای ورکولی شي.