د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ د څلورم فصل په اوومه اوونۍ ۲ مسابقې وشوې

د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ د څلورم فصل په اوومه اوونۍ کې پرون ماسپښین هم دوې مسابقې وشوې.

په لومړۍ هغه کې د هرات د صرافانو ټیم د سرپل له خدیم اف سي ټیم سره خپله لوبه ۲-۲ مساوي کړه.

په دویمه مسابقه کې د هرات د سرخ پوشان خوافي لوبډلې د کندهار له عینو مېنې صفر د یو په وړاندې لوبه وګټله.

د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ د څلورم فصل سیالۍ د هرات په کوربه توب د ۱۲ لوبډلو په ګډون سره د لیندۍ/ قوس پر ۱۶مه پیل شوې.