د برمل برید؛ د سیمې اوسېدونکي وايي ملکي خلک وژل شوي دي
د برمل برید؛ د سیمې اوسېدونکي وايي ملکي خلک وژل شوي دي
Your browser doesn’t support HTML5
د پکتیکا د برمل ولسوالۍ ځایي اوسېدونکي وايي پر هغه سیمه د پاکستان د پوځ په هوایي برید کې د ښځو او ماشومانو په شمول ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.
د طالبانو حکومت چې د تلفاتو شمېر ۵۶ مړه او ۶ ټپيان ښيي، وایي قربانیان «وزیرستاني مهاجر» دي؛ خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي سیمه کې یې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي غړي په نښه کړي دي.