په ننګرهار کې د سلګونو سکو د قاچاق مخه ونیول شوه

Afghanistan -- East Afghanistan province Nangarhar full map نقشه ننگرهار graphic, 26 October 2016

د ننګرهار چارواکو د درې سوه پنځه اتیا لرغونو سیکو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړ.

د طالبانو په واک کې، باختر اژانس د چهارشنبې په ورځ په تورخم کې د کمیسارۍ د کورني امنیت د منسوبیونو په وینا خبر ورکړ چې دا سیکې د ننګرهار اطلاعات او کلتور ریاست ته سپارل شوې دي.

د دې سیکو د لرغونتوب په اړه څه نه دې ویل شوي او دا هم څرګنده نه ده چې په دې تړاو تورن کس یا کسان نیول شوې دي که نه دي.