د ازبکستان د ډاکترانو ډله مزارشریف ته تللې

د ازبکستان د ډاکټرانو یوه ډله له یوشمیر طبي وسایلو او درملو سره مزارشریف ته رسیدلې ده.

د ازبکستان د ازبیک نیوز اژانس د خبر له مخې د ازبکستان روغتیاپالان به د جدي له پنځمې تر راتلونکې دوشنبې په بلخ ولایت کې د ناروغانو وړیا درملنه وکړي.

له دې ډاکترانو سره په نهو موټرو کې دارو درمل او طبي وسایل هم استول شوې دي.