د زده کړو د حق فعال حامد قرلق، د طالبانو له بنده خوشې شو

ارشیف

د قرلق یوه خپلوان ازادي راډیو ته وویل چې نوموړی له شاوخوا یوې نیمې میاشتې وروسته د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر ۲۵) خوشې شو.

د مدني او زده کړو د حقونو فعال حامد قرلق خپلوان تاییدوي چې نوموړی له نژدې یوې نیمې میاشتې وروسته د طالبانو له زندانه خوشې شوی دی.

له دوی څخه یوه، چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل چې هغه نن د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر ۲۵) بېرته خپلې کورنۍ ته ستون شو.

((د اوس خبرونه دا دي چې حامد قرلق د ټولنیزو بنسټونو او شبکو د هڅو او پراخو اعتراضونو وروسته خوشې شوی دی. ))

د حامد قرلق د خپلوانو په خبره هغه د نومبر په ۱۳مه د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا نیول شوی و.

د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد، د ټولنيز فعال حامد قرلق د نيولو او بیرته خوشې کیدو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ته ځواب ونه وایه، خو طالبانو تر دې مخکې ورته موارد نه رد او نه هم تایید کړي دي.

تر دې مخکې يو شمېر ټولنيزو او د بشري حقونو فعالانو د حامد قرلق نيول خپلسري بللي و او دې ته په پام سره چې د دوی په خبره نوموړي، د خپل ژوند ډېر کلونه له اړمنو سره د مرستې لپاره وقف کړي، د طالبانو له زندانه د هغه د ژر تر ژره او له کوم شرط پرته د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

د بشري حقونو فعالې، رودابې فروتن د حامد قرلق د خوشې کیدو په اړه ازادي راډیو ته وویل: ((کله چې يو شمېر ټولنيز او سياسي فعالان نيول کېږي او شکنجه کېږي او بيا خوشې کېږي، نو له هغوى څخه دا ضمانت اخيستل کېږي چې فعالیت نه شي کولاى، حامد قرلق نن د قومي مشرانو او مدني بنسټونو له هڅو وروسته خوشې شو، خو له بده مرغه وروسته له خوشې کیدو به محدود شي.))

د يادونې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو ورسته په تیرو دریو کلونو کې، د بشري حقونو يو شمېر فعالان، مدني فعالان، خبريالان او يو شمېر نور افغانان د دوی له خوا نيول شوي چې ځني یې له یوې مودې بند تیرولو وروسته بېرته خوشې شوي دي.

له دې وړاندې ځینو یې ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې طالبانو له دوی څخه ژمنه اخیستې چې خپلو پخوانیو فعالیتونو ته به دوام نه ورکوي او د طالبانو د سختې څارنې له امله د بیان ازادي نه لري.