په اروزګان کې د بوټ جوړوونکو د صنعت پراختیا او ستونزې

په اروزګان کې د بوټ جوړولو صنعت

په اروزګان ولایت کې د بوټ او څپلیو جوړولو صنعت په تېرو لسو کلونو کې د سیمه‌ییز اقتصاد په پیاوړتیا کې د پام وړ رول لوبولی دی.

د ارزګان ولایت د بوټ او څپلیو جوړولو صنعت له تېرو لسو کلونو راهیسې د پرمختګ په حال کې دی. خو له دې پرمختګ سره سره د بوټ جوړولو صنعتکاران ګڼې ستونزې لري چې د پانګوالو، حکومت او د بوټ جوړونکو ملاتړ ته اړتیا لري.

د ترینکوټ ښار اوسیدونکی، علاالدین، چې د بوټ جوړونې په کارخونه کې د استاد په توګه دنده ترسره کوي، وايي چې د همدې کار له لارې د خپلې پنځلس کسیزې کورنۍ لپاره اقتصادي اړتیاوې پوره کوي. نوموړی زیاتوي:

"دا کار نه یوازې زموږ د ژوند اړتیاوې برابروي، بلکې زموږ د کورنۍ د راتلونکي لپاره هم یوه هیله ده."

علاالدین باور لري چې که حکومت او پانګوال په دې صنعت کې لا زیاته پانګونه وکړي، نو د دوی په څېر ډېرې کورنۍ به د دې صنعت له برکته له اقتصادي ستونزو خلاصې شي.

د بوټ جوړونې د کارخونې مسوولان وايي چې د دوی تولید شوي بوټونه د لوړ کیفیت لرونکي دي او د پیرودونکو اړتیاوې په ښه توګه پوره کوي. خو د دې صنعت یوه لویه ستونزه دا ده چې د بوټونو د جوړولو مواد له بهرنیو هېوادونو واردېږي، چې دا کار هم وخت نیسي او هم لګښت زیاتوي. مسوولان له حکومته غواړي چې د دې موادو د کور دننه تولید او برابرولو لپاره جدي هڅې وکړي، ترڅو نه یوازې لګښتونه کم شي، بلکې د صنعت پر وده هم مثبت اغېز وکړي. همداراز، دوی له سوداګرو څخه غوښتنه کوي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي، ترڅو دا صنعت پیاوړی او په نړیوال بازار کې سیالۍ ته چمتو شي.

بل بوټ جوړونکی، حبیب الله، وویل:
"موږ هڅه کوو چې د خپلو بوټونو کیفیت لوړ کړو، خو د پانګې کمښت موږ ته ستونزې جوړوي. که داخلي پانګوال په دې برخه کې موږ ته پانګه راکړي، موږ کولی شو، چې دا صنعت له نړيوالو معیارونو سره برابر کړو."

یوه بل صنعتکار، رحمت الله، په دې باور دی چې د کارخونې په لا پرمختګ سره ډېرو خلکو ته د کار زمینه برابریږي:
"موږ اوس مهال په کارخونه کې شاوخوا ۴ تنه په کار ګومارلي دي، خو که زموږ غوښتنې ومنل شي، موږ کولی شو د کارکوونکو شمېر دوه برابره کړو. زموږ د ولایت ډېری ځوانان بېکاره دي، دا کارخونې د هغوی لپاره د روزګار یوه غوره وسیله ده."

د ارزګان ولایت سیمه‌ییز چارواکي د بوټ جوړونې صنعت د پرمختګ لپاره د صنعتکارانو ملاتړ او همکارۍ ته ژمن دي. د دوی په وینا، حکومت هڅه کوي چې د بوټ جوړوونکو ستونزې حل کړي او د هغوی لپاره اړین مواد او اسانتیاوې برابرې کړي. چارواکي باور لري چې د صنعت د پیاوړتیا له لارې به نه یوازې د خلکو اړتیاوې پوره شي، بلکې په سیمه کې به د اقتصادي ودې او د خلکو لپاره د کار زمینې هم پراخې شي.

نظر خاوندان وايي، حکومت باید د بوټ جوړونې لپاره اړین مواد په کور دننه تولید کړي او وارداتي پروسه اسانه کړي

او پانګوال باید په دې برخه کې خپلې پیسې ولګوي ترڅو دا صنعت عصري او نړیوال بازار ته د ننوتلو وړ وګرځي.

د د ارزګان ولایت د بوټ جوړونې صنعت د پرمختګ په حال کې دی، خو لا هم ستونزې شتون لري چې د حل لپاره حکومتي ملاتړ او د خصوصي سکتور پانګونې ته اړتیا ده. د دې صنعت دوامدار پرمختګ به نه یوازې په ارزګان، بلکې په ټول هېواد کې د روزګار او اقتصاد د پیاوړتیا سبب شي.