د کډوالو لویه کمیشنري د افغان ښځو د ملاتړ لپاره پروګرامونه پراخوي

A center built by the UNHCR in Laghman. 2024/09/14 په لغمان کې د کډوالو لویې کمېشنرۍ له‌خوا جوړ شوی مرکز.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمیشنری یا(یواین ایچ سي آر) وايي، په افغانستان کې د ښځو د پیاوړتیا په موخه خپل پروګرامونه پیاوړي کوي.

دغه سازمان نن (چهار شنبه د جدي ۵) په ایکس، یا ( پخواني ټویټر) کې لیکلي، چې د خپلو پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره یې د ملګرو ملتونو د پراختیايي سوداګرۍ له څانګې سره یو جدي تړون لاسلیک کړی دی.

د دغه سازمان په وینا، په دغو پروګرامونو کې د ښځو په ځانګړي تمرکز سره د ژوندانه، متشبثینو او سوداګرۍ ته د راستنیدونکو لاسرسی شامل دی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې اکثرو ښځو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال خپلې دندې له لاسه ورکړي او وايي چې په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو سختو بندیزونو دوی له کاري فرصتونو بې برخې کړي دي