پاکستاني پلاوي په کابل کې له طالب چارواکو سره لیدلي دي

د پاکستان ځانګړي استازی صادق خان له طالب چارواکو سره د لیدو پر مهال

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی او هلته یې له طالب چارواکو سره لیدلي دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازی صادق خان نن سه شنبه (د ډیسمبر ۲۴مه) په خپله ایکس پاڼه ( پخواني ټویټر) لیکلي، چې له یو پلاوي سره پرون دوشنبه ناوخته کابل ته رسېدلی او له ځینو طالب چارواکو سره یې لیدلي دي.

صادق خان کابل ته د خپل سفر موخه په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو زیاتول او د پاکستان او افغانستان تر منځ د ده په خبره «د ورور ګلوۍ» اړیکو پراختیا بللي ده.

دغه پاکستاني چارواکي د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني سره هم د لیدنې عکسونه خپاره کړي او لیکلي یې دي چې د دوه اړخیزو موضوعاتو اړوند یې ورسره خبرې کړې دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت هم په خپله ایکس پاڼه د یادې لیدنې د عکسونو په خپرولو د دغه وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني په حواله لیکلي چې نوموړي د دواړو لورو تر منځ د امنیتي او سیاسي ستونزو پر چټکو هڅو ټینګاری کړی دی.

صادق خان دغه شان په خپله ایکس پاڼه ( پخواني تویټر) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي سره د لیدنې خبره کړې ویلي، په دې لیکنه کې هم د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو په پیاوړتیا او د سولې ثبات لپاره په ګډو هڅو خبرې وشوې.

دا پاکستانی پلاوی داسې مهال کابل ته تللی چې په دې وروستیو کې د پاکستاني چارواکو او طالبانو تر منځ د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په سر ناندریز زیاتې شوې دي.

پاکستان ادعا کوي چې طالبانو په افغانستان کې د دوی د حکومت مخالفې وسله والې ډلې (ټي ټي پي) ته خوندي ځایونه ورکړي او په ټکو یې دغه ډله پرې خپلې حملې له افغانستانه پلانوي.

خو د طالبانو حکومت تل دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې هېڅ چا ته به د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد د فعالیت اجازه ورنه کړي او په پاکستان کې دننه هر ډول بریدونه د دوی په ټکو د دغه هېواد “کورنۍ مسله” ده.

د یادونې ده چې له دې وړاندې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ویاند محمد خراساني هم ازادي راډیو سره خبرو کې په افغانستان کې د دې ډلې حضور رد کړی دی.

د پاکستان پوځ وخت ناوخت د ډیورند کرښې په اوږدو کې د دې ډلې د ځپلو په موخه پوځي عملیات هم ترسره کړي چې له امله یې کله کله افغان وګړو ته مرګ ژوبلې اوښتي.

ټي ټي پي ظاهرا د طالبانو د حکومت او پاکستان تر منځ د اختلاف تر ټولو ستر لامل بلل کېږي، ان دا چې وخت ناوخت دواړو لورو ته په مختلفو دریځونو کې پرې تندې څرګندونې هم شوي.

خو دواړو غاړو ته د سیاسي او نړیوالو اړیکو پوهان یې په اړه ویشلي نظونه لري.

د پاکستان د سنا مجلس پخوانی غړی افراسیاب خټک په دې باور دی چې د پاکستان او د طالبانو حکومت تر منځ اختلاف “تکتیکي” دي او خپلو ګټو لپاره په ظاهره داسې ښیي چې د دوی تر منځ اختلافات شته.

ښاغلی خټک وایي کابل ته د صادق خان په مشرۍ د پلاوي سفر د پاکستان له لوري د طالبانو د حکومت د سیاست او ځینو پلانونو تنظیمول دي.

“دوی دواړه لوري دې ته ضرورت لري چې داسې وښيي چې تر منځ یې اختلافات شته، خو حقیقت کې داسې څه نشته، طالبان دلته پاکستان کې ډېر تعلقات او سرمایې لري، (افغان) طالبان او ټي ټي پي څه وخت سره بېل وه؟ دا هسې استخباراتي لوبې دي، د افغانستان اړوند د سیاست خبره چې کېږي دا خو د پاکستان جنرالانو په واک کې ده، نو صادق خان خو به افغانستان ته ځي راځي هغه هم یوازې د ځینو تفصیلاتو لپاره، خو پرېکړې به یې ټولې (پاکستاني) جنرال کوي.”

خو افغان خبریال او د سیاسي چارو شنونکی سمیع یوسفزی بیا وایي برعکس د پاکستان او طالبانو تر منځ د تحریک طالبان پاکستان( ټي ټي پي ) پر سر رامنځته شوي اختلافات به په یو دوو سفرونو حل نه شي خو ټینګار کوي چې طالبان اوس د پاکستان تر تاثیر لاندې نه دي.

ښاغلی یوسف زی وایي د پاکستان او طالبانو حکومت تر منځ وروستي رامنځته شوي اختلافاتو حلول اوس اسانه نه دي.

“زه فکر نه کوم چې دا به دومره اسانه موضوع نه وي چې په یو دوو سفرونو حل شي، د طالبانو لپاره ننګونه دا ده چې په افغانستان دننه د پاکستان اړوند ډېر منفي ذهنیت موجود دی او خلک د پاکستان خلاف دي، پر طالبانو هم دا الازم دی چې له پاکستان سره روابط لري، طالبان حتا که ځینې وخت وغواړي هم له پاکستان سره اړیکې نږدې کړي خو د خلکو له فشارونو وېرېږي ځکه دوی له دې ذهنت سره خوښ نه دي چې پاکستان تمویل کړي او بیا دوی واکمن شوي، دوی غواړي دا ذهنیت ختم کړي ځکه زیات پاکستان سره اړیکو ته لېواله نه دي.”

صادق خان د افغانستان د مسایلو په اړه یو باخبره پاکستانی چارواکی دی، نوموړی چې په دې ورستیو کې تازه افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی په توګه ټاکل شوی، له دې وړاندې هم یو ځل په همدې دنده او تر هغې مخکې بیا افغانستان کې د پاکستان د سفیر په توګه پاتې شوی دی.

د یادونې ده چې افغانستان لپاره د پاکستان دا مهم چارواکې داسې مهال اسلام اباد نه کابل ته تللی، چې افغانستان لپاره د دغه هېواد پخواني ځانګړي استازي اصف علي دراني د ایراف په نوم خبري اژانس سره په مرکه کې ادعا کړې، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ۱۲ ټول مهم مشران په افغانستان کې دي.