د ټولګټو چارو وزارت: د ریل پټلۍ له لارې د تجارتي مالونو لېږد زیات شوی دی

د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، تیره میاشت یې د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې ۴۵۲ زره او ۱۳۳ متریک ټنه انتقالات ترسره کړې دي.

د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د دوشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویتر ویلي، دا صادرات او واردات د حیرتان، اقینې، تورغندۍ او هرات خواف بندرونو له لارې شوي دي.

حق شناس وړاندې ویلي، هڅه کوي سوداګرو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

له دې وړاندې د طالبانو حکومت د ریل پټلۍ له لارې د تجارتي مالونو د لېږد د زیاتیدو خبر ورکړی و.

خو نړیوال بانک د همدې ډیسمبر په څلورمه په یو راپور کې ویلي و، د افغانستان اقتصادي وضعیت له یو بحران سره مخ دی او راتلونکی یې روښانه نه دی.

په راپور کې راغلي و، د افغانستان صادرات د تیرکال پرتله څو چنده ښکته شوي دي.

خو طالبانو د نړیوال بانک راپور رد کړی و.