په ایران کې د بس او ټانکر په ټکر کې ۹ کسان مړه شول

عکس په ایران کې د یوې پخوانۍ پيښې دی او له ارشیفه اخیستل شوی دی.

د ایران په جنوب ختیځ کې لږ تر لږه ۹ کسان هغه وخت مړه شول، چې یو بس موټر د سون توکو له یوه ټانکر سره ټکر وکړ.

د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې، په سیستان و بلوچستان ولایت کې د سرې میاشتې ټولنې مشر محمد مهدي د ایران دولتي اژانس ایرنا ته ویلي، چې زاهدان ته نږدې په دې پېښه کې ۱۳ نور کسان ټپیان شوي دي.

د شنبې په ورځ هم په لرستان ولایت کې یوې درې ته د یوه بس موټر د اوښتو په پېښه کې ۱۰ کسان مړه شوي وو. تر دې مخکې د سږکال په زمري/ اسد میاشت کې هم ۲۸ پاکستاني زیارت کوونکي چې عراق ته روان وو، د ایران په یزد ولایت کې د دوی د موټر د اوښتو په پېښه کې مړه شوي وو.