له سختیو او خطر سره سره ولې افغانان کډوالۍ ته زړه ښه کوي؟

ترکیه کې یوشمير کډوال، ارشیف

په داسې حال کې چې تازه د طالبانو مشر د انساني قاچاق د مخنیوي یو فرمان ورکړی، یو شمیر افغانان وايي په افغانستان کې د حاکم وضعیت له امله اړ شوي چې له قاچاقي او غیر قانوني لارو ګواښونه په ځان ومني او بیلابیلو هیوادونو ته کډوال شي.

یو له دوی څخه عبدالرحمان نیکزاد چې په تیر جمهوري نظام کې پوځي و، هغه ازادي راډيو ته وویل، په هیواد کې د ورپيښو امنیتي ستونزو له امله اړ شو چې د ترکیې په نیت په قاچاقي لارو سفر وکړي.

نوموړی وايي سره له دې چې دوه ځلې یې د غیرقانوني لارو ګواښونه پر ځان ومنل خو بیا هم بریالۍ نه شو چې ترکیې ته ورسیږي او دا مهال په ایران کې دی."قاچاقي لاره ډیر خطرناکه اړخونه لري او څوک چې دا لاره مني یعنې چاړه یې هډوکو ته رسیدلې او د مجبوریت وروستی حد یې تجربه کړی چې خپل ګران هیواد پریږدي او د نورو هیوادونو ته ځي، قاچاقي لاره ډیره خطرناکه ده، او له ایران څخه ترکیې ته هم لاره له ژوند سره لوبه کول دي که ورسیږي ښه که نه له ډيرو ستونزو سره مخ کیږي."

په ترکیه کې یو افغان کډوال، محمد ازادي راډيو ته وویل: "په هیواد کې د حاکم وضعیت له امله مې ونشو کولای زده کړو ته دوام ورکړم او خراب اقتصادي وضعیت له امله اړ شوم له افغانستانه ووځم، هغه ستونزې چې ما په دې لارو کې ولیدې، غلو سره مخ کیدل، د لاسونو او پښو یخ وهل، د ترکیې په سر پوښلو او چټلو کمپونو کې ویده کیدل، او په لاره کې د ناپاکو اوبو څښلو له امله په بیلابیلو ناروغیو اخته کیدل وو. "

دغه کډوال نورو ته سپارښتنه کوي چې د قاچاقي او غیر قانوني لارو څخه سفر ونه کړي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د طالبانو مشر، ملا هبت الله اخندزاده تازه د انساني قاچاق د مخنیوي په اړه یو فرمان ورکړی دی.

دا فرمان چې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې باختر خبري اژانس د دیسمبر په ۲۱مه نیټه په خپله ویب پاڼه خپور کړی په کې راغلي چې د کورنیو چارو وزارت دې انساني قاچاق کوونکي ونیسي او نظامي محکمو ته یې معرفی کړي او له نطامي محکمو بیا غوښتل شوي چې دوی لومړی ځل په یو کال بند، په دوهم ځل تکرار سره په دوه کاله او په درېم ځل تکرار سره دې په درې کاله بند محکوم کړي.

په دې فرمان کې په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي په لوړولو هم ټینګار شوی او د طالبانو له دفاع وزارته هم غوښتل شوي چې په سرحدونو کې دا قاچاقبران ونیسي اود دوی د کورنیو چارو وزارت ته یې وسپاري.

یو شمیر حقوق پوهان که څه هم د طالبانو حکومت د دې فرمان هرکلی کوي خو وايي، د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره یواځې د فرمانونو ورکول بسنه نه کوي.

یو له دوی څخه حکمت الله حکمت دی، هغه ازادي راډيو ته وویل، حکومت باید د ځوانانو د تیښتي د مخنیوي لپاره په هیواد کې دننه د بیکارۍ په ګډون د دوی د ستونزو د حل په موخه کار وکړي.

"زه فکر کوم چې دا اقدام ښه اقدام دی، خو د دې اقدام سره نه یواځې باید مجازات، قانون او تهدید بلکې د نورو فرصتونو د ایجاد لپاره هم کار وشي تر څو په ټولنه کې دغه ذهنیت او عملي اقدام صفر ته راټیټ شي."

د دغو شکایتونو په اړه مو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وپوښت خو نوموړي د راپور تر خپرېدو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې تازه اسوشیتید پریس خبري اژانس د یونان د ساحلي ګارډ په حواله راپور ورکړی چې روډس ټاپو ته نژدې د جمعې په ورځ د یوې ګړندۍ کشتۍ د چپه کیدو په پیښه کې اته تنه مړه شوي او ګڼ شمېر نور ژغورل شوي چې ټول افغانان یاد شوي دي.

په راپور کې راغلي چې ساحلي ګارډ اتلس افغان کډوال چې دولس یې نارینه، درې ښځې او درې ماشومان دي، ژغورلي دي، چې دا مهال په روغتون کې بستر دي او د یوه حالت یې نازک بلل شوی.

دا لومړۍ پیښه نه ده چې افغان کډوال له ناقانونه لارو څخه یو شمیر هیوادونو ته د تګ پر مهال دا ډول پيښو سره مخ کیږي، تر دې مخکې هم ډیری افغان کډوال د کښتیو د ډوبیدو له امله نورو هیوادونو ته د تګ پر مهال مړه شوي دي.

د دې ترڅنګ د بشري حقونو ایراني سازمان حال وش هم په څو ځلي د ایران او افغانستان د پولو تر منځ د ایران د پوله ساتو لخوا د ناقانونه افغان کډوال د وژلو په اړه راپور ورکړی دی.

پر افغانستان د طالبانو حکومت له بیا واکمنیدو وروسته، ډیری افغانان د اقتصادي، امنیتي، د نجونو پر زده کړو محدودیت او یو شمیر نورو ستونزو له امله دې ته اړ شوي چې خپل هیواد پریږدي او له قانوني او غیر قانوني لارو نورو هیوادونو ته کډوال شي.