د سوریې واکمنانو اسد حسن الشیباني د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ونوماوه

اسد حسن الشیباني

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا پرون راپور ورکړی، چې د دغه هېواد نویو واکمنانو اسد حسن الشیباني د بهرنیو چارو د وزیر په توګه نومولی دی.

له واک څخه د بشارالاسد د پرځېدو نن یکشنبه دوې اوونۍ پوره شوې او د سوریې نوي واکمنان هڅه کوي، چې خپلې نړیوالې اړیکې پراخې کړي.

د سوریې په نوې اداره کې یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دغه اقدام د سوریې د وګړو د هغو هیلو مطابق شوی، چې غواړي په سوریه کې د سولې د ټینګښت لپاره نړیوالې اړیکې ایجادې شي.

۳۷ کلن شیباني چې د دمشق له پوهنتونه فارغ شوی، د سوریې په شمال لوېدیځ ولایت ادلب کې د یاغیانو د حکومت د سیاسي ډیپارتمنت مشر پاتې شوی دی.

د سوریې نوی واکمن احمد الشرع چې مستعار نوم یې ابو محمد الجولاني دی، پر قدرت د ولکې له ټینګولو وروسته په فعالانه ډول له بهرنیو ډیپلوماتانو سره په مذاکرو بوخت دی.

په دغو ډیپلوماتانو کې د امریکا مخکښ ډیپلوماتان او د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی هم شامل دی، چې دمشق ته یې په وروستیو ورځو کې سفر کړی او د دمشق له نویو واکمنانو سره یې خبرې کړې دي.

احمد الشرع له نړیوالو استازو سره د مذاکرو پر مهال په ډیپلوماتیک لحاظ تعامل ته لېوالتیا ښوولې ده او ویلي یې دي، چې د ده عمده تمرکز د سوریې بیارغونه او د اقتصادي پرمختګ د هدف ترلاسه کول دي.

د سوریې نوي واکمن ویلي، چې په دغه هېواد کې له هېڅ ډول تازه شخړې سره لېوالتیا نه لري.

د امریکا متحد ایالتونه، نور لوېدیځ قدرتونه او د سوریې ګڼ وګړي خوښ ښکاري چې ګوري د دولت وسلوالو مخالفانو چې مشري یې د احمد الشرع په رهبرۍ هیئت تحریر الشام ډلې کوله، اسد له واکه وپرځاوه، خو دا موضوع لا معلومه نه ده، چې دغه افراطي ډله به له افراطیت ډک محدودیتونه ولګوي که به له ځانه نرمښت وښيي او د ډیموکراسۍ پر لوري به ګامونه واخلي.

هیئت تحریر الشام ډله تر هغه وخته چې الشرع په ۲۰۱۶م کال کې له القاعده سره خپلې اړیکې پرې کړې نه وې، د القاعده شبکې برخه وه.

په سوریه کې د دولت وسلوالو مخالفانو د ډسمبر پر اتمه پر قدرت ولکه تینګه کړه او پخوانی ولسمشر بشارالاسد اړ شو چې تر ۱۳ کلنې کورنۍ جګړې وروسته له خپلې کورنۍ سره یوځای روسیې ته لاړ شي.


قطر هم پرون شنبه په دمشق کې د خپل سفارت د بیا پرانیستلو اعلان وکړ، دغه سفارت ۱۳کاله تړلی و.