د ارزو ټلویزیون ۷ نیول شوي کارکوونکي خوشې شول

د افغانستان د خبریالانو مرکز د آرزو ټلویزیون د نیول شویو کارکوونکو د خوشې کېدو خبر ورکړ.

دغه مرکز د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه خصوصي ټلویزیون دا ۷ کارکوونکي په ضمانت خوشې شوي، خو په کابل کې لا هم د دغه ټلویزیون دفتر ته د فعالیت اجازه نه ده ورکړل شوې.

وړاندې لیکل شوي، چې د دغو کسانو محاکمه به یوه اوونۍ وروسته وشي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د آرزو ټلویزیون د کارکوونکو د خوشې کېدو هرکلی کړی او د طالبانو له حکومت یې غوښتنه کړې چې دا قضیه پای ته ورسوي.