د ژوندي سارو پرعکسونو بندیز تر ارګ ورسېده

د طالبانو د حکومت بیرغ

د ژوندیو موجوداتو د انځورونو نه خپرولو په اړه د طالبانو د مشر حکم چې د دوی د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په قانون کې راغلی، اوس د طالبانو د حکومت په مهمو ادارو کې عملي بڼه خپلوي.

د روانې اوونۍ د دوشنبې له ورځې راهیسې د طالبانو د حکومت مهم چارواکي رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند، مرستیالان یې ملا برادر، مولوي عبدالکبیر او عبدالسلام حنفي په هغو خبرپاڼو کې چې رسنیو ته یې استوي، د ژوندي سارو عکسونه او ویډیوګانې نه خپروي.

له دې خبرپاڼو سره اوس یوازې د طالبانو بیرغ او یا د ارګ انځورونه مله وي.

تر دې مخکې کله چې د تلې په میاشت کې کله چې د طالبانو د مشر لخوا د ژوندي سارو پر عکسونو د بندیز فرمان خپور شو، د طالبانو د حکومت ځینې نورو چارواکو لکه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد نديم، د مالیې وزارت سرپرست محمد ناصر اخوند او د پوهنې وزارت سرپرست حبيب الله اغا د دې قانون د عملي کول پیل کړي وو او په خپلو ټولنیزو پاڼو یې د انځورونو او ویډیوګانو له خپرولو ډډه کړې.

بلخوا، د طالبانو د حکومت ځینې نور چارواکي لکه د کورنیو چارو سرپرست وزیرسراج‌الدین حقاني، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ، او د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد لا هم د خپلو فعالیتونو په اړه انځورونه او ویډیوګانې خپروي.

د کاپوهانو نظرونه

کارپوهان په دې باور دي چې د طالبانو د حکومت د ځینو غړو له خوا د طالبانو د مشر ځینو فرمانونو ته نه پاملرنه د دوی په حکومت کې د جدي اختلاف ښکارندوي کوي.

سیاسي شنونکی صلاح‌الدین سعیدي په دې باور دی چې " د دې ډول مسایلو له امله به د طالبانو ترمنځ اختلاف زیات شي. " ښاغلي سعیدي ازادي راډیو ته وویل " هغه تصور چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله يې لري، چې باید د امیر اطاعت وشي، په ماتېدو دی. دا د کندهار ټینګار به د یو شمېر انشعابونو او اختلافاتو لامل شي."

هغه تصور چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله يې لري، چې باید د امیر اطاعت وشي، په ماتېدو دی
د سیاسي چارو شنونکی صلاح الدین سعیدي

د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د نه خپرولو قانون د طالبانو د حکومتي ادارو د فعالیتونو د خبرونو په خپرولو کې خنډ رامنځته کړی او په افغان رسنیو یې هم فشارونه ډېر کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د عدالت غوښتنې او اړیکو د کمیټې مسوله سمیېه ولی‌زاده وايي د طالبانو د امر بالمعروف دا قانون چې د ژوندي سارو انځورونه بندوي د رسنیو لپاره جدي انديښنه ده. نوموړې ازادي راډیو ته وویل چې ددې قانون د پلي کېدو " له امله د افغانستان رسنۍ، په ځانګړې توګه تصویري رسنۍ د سقوط په درشل کې دي."

د میرمن ولي زاده په وینا، په تېرو درې کلونو کې په رسنیو د طالبانو پرلپسې فشارونو او محدودیتونه لا دمخه ګڼې رسنۍ بندې کړي او پر ځینو یې د کار ساحه تنګه کړې ده چې په وینا یې د ژوندي سارو پر انځورونو بندیز به تصویري رسنیو ته په یو مخ د تړل کیدو په مانا وي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې مخکې له دې په کندهار، تخار، هلمند، او ننګرهار ولایتونو کې د تصویري رسنیو فعالیت محدود کړی و. د دې وزارت ویاند سیف‌السلام خیبر ټینګار کړی و چې امر بالمعروف نوی قانون به په ټول هېواد کې په تدریجي ډول عملي شي.

که څه هم د طالبانو ډېريو قوانینو د نړیوالو بنسټونو غبرګونونه راپارولي دي، خو د طالبانو حکومت تل د خپل مشر د فرمانونو په عملي کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د اسلامي شریعت پلي کول د دوی له لومړیتوبونو څخه دي.