اسراییل په یمن کې د حوثي یاغیانو اړوند سیمې په نښه کړې

ارشیف: یمن

د اسراییل پوځ خبر ورکړ چې  په یمن کې یې مختلفې سیمې ویشتلې دي. اسراییل وایي چې دا بریدونه یې د ایراني پلوه حوثي یاغیانو د بې پيلوټه الوتکو او د توغندیو د بریدونو په ځواب کې کړې دي.

د اسراییل پوځ نن په یوه بیان کې څرګنده کړه چې سهار وختي یې هغه سیمې په یمن کې په نښه کړې چې له هغو ځایونو یاغیان پوځي عملیات کوي.

د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې، د اسراییل د پوځ بیان وروسته تر دې خپور شو چې یمني رسنیو خبر ورکړ چې پر صنعا او بندري ښار حَدیده بریدونه شوې دي.

د دې بریدونو په ترڅ کې د اوښتو تلفاتو په اړه تر اوسه څه نه دې ویل شوي.

دا حملې وروسته تر دې وشوې چې د اسراییل پوځ وویل چې یو توغندی یې چې حوثیانو د اسراییل په لور ویشتلی و، خپل هدف ته تر رسیدو مخکې په هوا کې شنډ کړ.

د یمن حوثیانو تر اوسه پر اسراییل د توغندیو او بې پيلوټه الوتکو د بریدونو مسوولیت نه دی منلی.