د کډوالو نړیواله ورځ: تر لس میلونو زیات افغان په کډ‌والۍ کې ژوند کوي

نن چهارشنبه د ډیسمبر اتلسمه د کډوالو نړیواله ورځ ده. دا ورځ سږکال بیا داسې مهال رارسیږي چې افغانستان بیا هم د نړۍ د هغو هیوادونو په سر کې دی چې یو زیات شمېر وګړي یې ژوند له هیواده بهر او په هیواد کې دننه له خپلو اصلي مینو لرې په کډوالۍ کې تیروي.

د فواد په نوم یو افغان چې دا مهال په ایران کې د کډوالۍ ژوند کوي، ازادي راډیو ته په یو پیغام کې په ایران کې د افغان کډوالو د ژوند شرایط ناوړه بللي دي. فواد وايي ازادي راډیو ته ویلي"اوس د تهران په پردیس سیمه کې یم. د افغان کډوالو وضعیت دلته ډېر خراب دی. دوه اوونۍ کېږي چې د ایراني چارواکو له خوا ګڼ افغان کډوال نیول شوي او د افغانستان پولې ته اړول شوي دي."

د فواد په وینا په پر یو شمېر نورو افغانانو "د جرمونو تورونه لګولي او تراوسه په توقیف کې دي."

ګڼ افغانان له کلونو راهیسې په ګاونډیو هېوادونو، ایران او پاکستان کې ژوند کوي. ځینې بیا د سیمې نورو نږدې او لیرې هېوادونو ته کډه شوي دي. یو شمېر ځوانانو حتی د مرګ په ګډون د کډوالۍ د سختو لارو ستونزې زغملي او تر اروپایي هېوادونو پورې رسېدلي دي. ډېری دغه افغانان د اروپا ته د رسېدو لپاره د ترکیې له لارو کار اخلي.

خو په ترکیه کې هم د افغان کډوالو په وړاندې د چارواکو له چلند د هرې ورځې په تېریدو شکایتونه زیاتیږي.

وحیدالله امیري، چې له دوو کلونو راهیسې په ترکیه کې اوسي، ازادي راډیو ته په یوه رالېږلي پیغام کې ویلي، "دلته د افغانانو، ځانګړي ډول د ځوانانو، وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی. په نورو پولو او هم د ترکیې او ایران ترمنځ پر افغانانو ډزې کېږي او له دوی سره غیرانساني او غیراخلاقي چلند کېږي."

نوموړې چې وايي دا مهال د ترکیې په وان سیمه کې اوسې زیاتوي" دلته په وان کې، په ډېرو هديرو کې د سلګونو افغانانو مړي خښ دي، خو د قبرونو پر سر یې نومونه نشته. ګڼ افغانان په روغتونونو، کمپونو او زندانونو کې د بې برخلیک حالت ښکار دي. څوک زموږ د وضعیت پوښتنه نه کوي."

په افغانستان کې د سياسي، اقتصادي، امنيتي او اقليمي بدلونونو له امله ګڼ افغانان مجبور شوي چې له هېواده بهر يا هم د خپل هېواد دننه د خپلو اصلي سيمو پرېښودو ته اړ شي. د کډوالۍ نړيوال سازمان څو مياشتې مخکې وویل چې له ۲۰۲۰ م کال راهیسې شاوخوا اته ميليونه افغانان له هېواده وتلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ هم څو مياشتې مخکې ويلي وو، په ټوله کې څه کم یولس ميليونه افغانان د جګړو او ناامنيو له امله بې‌ځايه شوي، چې ډېری يې په کور دننه يا په ګاونډيو هېوادونو کې ژوند کوي.

د دې کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، د ايران د حکومت په وينا شاوخوا څلور نیم ميليونه افغان کډوال په ايران کې اوسي. همدارنګه ۳.۲ ميليونه افغانان د افغانستان دننه له خپلو اصلي سيمو بې ځایه شوي او د ۲۰۲۳ م کال د سپټمبر له ۱۵مې راهيسې تر ۶۵۰ زرو ډېر افغانان له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه کړی شوي دي. پاکستان لا هم د شاوخوا درې ميليونو افغان کډوالو کوربه دی.

په وروستیو کې د ايران له لوري هم د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ د سوريې له وروستیو بدلونو مخکې ويلي وو، د سوریایي او اوکرایني کډوالو وروسته افغانان د نړۍ د کډوالو دریېمه لویه برخه جوړوي. د دې کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، د ټولو کډوالو شويو افغانانو يو ميليون يې اروپايي هېوادونو ته پناه وړې او ۸۵ سلنه يې ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان ته کډه شوي دي.

له افغانستانه د کډوالۍ بهير د ۱۹۸۰مې لسیزې په لومړيو کې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پرمهال پيل شو. د شوروي د اشغال په کلونو او د کورنيو جګړو پر مهال هم ميليونه افغانان د جګړو او ناامنيو له امله اړ شول کډوالۍ ته مخه کړي. که څه هم د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د جګړې عمده لاملونه تر یوه بريده له منځه تللي، خو د اقتصادي بحران، محدوديتونو، بشري حقونو د نقض او د کاري فرصتونو د نشتوالي په څېر عوامل لا هم د دې سبب شوي چې د افغانانو د کډوالۍ بهیر دوام ومومي.