په افغانستان کې د اوبو د زیرمو کمېدو له اندېښنو سره هم مهاله د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (اف ای او) ویلي چې دې ستونزې ته د رسېدو په هدف یې په روان ۲۰۲۴ میلادي کال کې په ټول افغانستان کې د اوبو ټولولو لپاره ۲ میلیونه کندې کیندلي دي.
دې ادارې پرون دوشنبې پر خپله اېکس پاڼه د دې کندو د کیندلو هدف د طبیعې منظرو بدلون او د اوبو ښه مدیریت بللی دی.
په بیان کې راغلي چې د دغه کندو د کیندلو نورې موخې د ویلي شوې واورې د اوبو او سیلابونو کنترول، د اوبو د سرچینو ساتنه او دوامداره مدیریت، د خاورې د تخریب مخنیوی، د چاپیریال بیا رغونه او د لڼد مهاله کاري فرصتونو برابرول دي.
په همدې حال کې د افغانستان د ځینو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې کار سره د دوی په سیمو کې خلکو ته کاري زمینه برابره شوې ده.
د ننګرهار اوسېدونکي سید اکبر په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
« پر کومو لارو چې زه تګ راتګ کوم او هلته مې لیدلي دي د اوبو د جمع کېدو لپاره کندې جوړې شوي او زموږ د سیمې خلک پکې په کار اخته دي، او دا کندې یې ایستلې دي.»
په ورته وخت کې د ځینو نورو ولایتونو اوسېدونکي بیا د اوبو د کمښت له امله شکایت لري او د دې ستونزې حل غواړي:
د پروان ولایت اوسېدونکي عبدالمصور ازادي راډيو ته وویل:
«د اوبو د کمښت ستونزه ډېر زیاته ده. د څښلو اوبه هم کمې دي او د کرنې لپاره هم د اوبو کمښت دی. په ټوله کې زموږ په سیمه کې زموږ د اړتیا وړ اوبه نشته یا کمې دي. موږ له نورو سیمو هلته چې ژورې څاوې ایستل شوي دي د خپلې اړتیا وړ اوبه راوړو.»
د کابل د پنځلسمې حوزې یو اوسېدونکی رامین هم ورته شکایت لري:
« په بمبو کې په میاشت کې دوه ځل اوبه راځي. موږ له ټانکرونو اوبه په پیسو اخلو. دا زموږ او د دې سیمې د ټولو خلکو لپاره ډېره لویه ستونزه ده.»
د اوبو د مدیریت د برخې یو شمېر پوهان که څه هم د دغه کندو یا خندقونو کیندل تر مځکه لاندې اوبو سره د مرستې په برخه کې ګټور کار نه بولي خو وايي دا کندې د اوبو د زخیره کولو تر څڼګ د مځکې د رطوبت او د سیلابونو په مخنیوي کې مهمې دي.
د چاپیریال ساتنې او د اوبو د مدیریت د برخې پوه نجیب الله سدید ازادي راډيو ته وویل، د دې ښېګڼې تر څنګ پکې د سیمې خلکو ته کاري زمینه هم برابریږي. خو په خبره یې دا کار تر مځکه لاندي اوبو له زیاتېدو سره مرسته نه کوي:
« دا کندې عموما په لوړه ارتفاع کې جوړې شوې دي. او د اوبو ګټه یې یوازې د مځکې د رطوبت، د خاورې د له منځه تللو د مخنیوي، او د ونو او بوټو لپاره ښه ده. خو تر مځکه لاندې اوبو سره ځکه مرسته نه شي کولای چې دا کندې تر مځکه لاندې له اوبو سره ډېر واټن لري.»
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې وچکالۍ، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو د افغانانو پر ژوند، کرنه، د اوبو پر سرچینو او چاپېریال پراخې اغېزې کړې دي.
د چاپیریال ساتنې یو شمېر پوهان دې ته په اشاره چې افغانستان د اقلیمې بدلون له امله له ننګونو سره مخامخ دی، هيله ښيي چې د دغو کندو په کيندلو سره به په دغه هېواد کې د اوبو او چاپېريال د بحران مخه ونيول شي او د خلکو ستونزې به یو څه کمې شي.