باران د افغانستان او زیمبابوې لوبه ځنډولې ده

د افغانستان او زیمبابوې د کریکټ ټیم. ارشیف

د افغانستان او زمبابوې د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه د باران له کبله وځنډېده.

په پام کې وه چې دا لوبه نن د کابل په وخت د غرمې په ۱۲ بجو پیل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې د زېمبابوې په پلازمینه هرارې کې د پرله پسې باران له کبله دا لوبه ځنډېدلې ده.

دواړه لوبډلې به دوه نورې یو ورځنۍ سیالۍ د ډسمبر په ۱۹مه او ۲۱مه ترسره کړي.

افغانستان له دې مخکې د دریو شل اوریزو لوبو په لړۍ کې زېمبابوې ته یو د دوو پر وړاندې ماته ورکړه.