د سوریې پرځول شوی ولسمشر بشارالاسد وايي چې دی د ډسمبر په اتمه له دمشق څخه تر وتلو وروسته د حمیمیم پوځي اډې ته چې د مسکو تر ادارې لاندې دی ولاړ خو کله پر دې اډې د ډرونونو حملې وشوې روسیې ته ولېږدول شو.
اسد له مسکو څخه چې ده ته یې سیاسي پناه ورکړې، د سوریې د جمهوري ریاست پر ټلګرام پاڼه په یوه لیکلی بیان کې دا څرګندونې کړي.
نوموړي په دې اړه چې ولې له سوریې ووت ویلي چې د جګړو په ټول بهیر کې ده هېڅکله هم دا فکر نه کاوه چې له واکه به لاس واخلي او یا به په بل هېواد کې پناه واخلي. اسد زیاتوي چې د یکشنبې په ورځ سهار وختي لاهم په دمشق کې پر خپله دنده و، خو کله چې د ده په وینا تروریستي ډلې دمشق ته ننوتلې، نو له روسیې سره په تفاهم کې لاذقیې ته ولاړ څو له هغه ځایه پر پوځي عملیاتو څارنه وکړي.
د اسد په بیان کې یادونه شوې چې دی کله سهار مهال په حمیمیم کې د روسانو پوځي اډې ته ورسېد نو خبر شو چې ده ته وفادار ځواکونه د جګړې له ټولو کرښو څخه په شا شوي او وروستۍ پوځي قطعې هم سقوط وکړ.
د اسد د کورنۍ ۵۴ کلنه واکمني د ډسمبر په اتمه نېټه وروسته له هغه وپرځېده چې د هیات تحریر شام ډلې په مشرۍ وسله وال پلازمېنې دمشق ته ننوتل.