د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ډېرې واورې اورېدو خبر ورکړی چې له امله يې د بند بيکک په سيمه کې د غور-کابل لویه لاره تړل شوې ده.
یاد وزارت د دوشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې د دې لارې د پاکولو او د ترافیکو پر مخ د دغې لارې د بیا پرانیستلو په موخه يې هڅې روانې دي.
بند بیکک سیمه د بامیان او غور ولایتونو ترمنځ پرته ده.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې د واورې اورښت په سالنګونو کې د یکشنبې ورځې له ناوخته راهيسې لا هم دوام لري او په شمالي او جنوبي سالنګ کې د واورې ډېروالى ۷ سانتي مترو ته رسېدلی دی.
د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت زیاته کړې چې که څه هم په سالنګونو کې د لید ساحه درې کیلومتره ده، ټیټه درجه تودوخه -۷ ته رسېدلی او باد چلیږي.
خو هغو کسانو ته، چې اړ دي له دې لارې تېر شي، دې وضيعت ستونزې پیدا کړې دي. د پروان ولایت یوه اوسېدونکي طوفان ازادي راډیو ته وویل چې د سالنګ لارې بندېدو له امله یې خپلو اړينو کارونو ته نه دى توانېدلى چې ورسېږي.
"ما غوښتل پلخمري ته لاړ شم، سهار پنځه بجې روان شوم. اووه بجې یکه ولنګ ته ورسېدو، لار بنده وه، سخت طوفان او یخني وه، تر اتو بجو پورې مو انتظار وکړ، یخ مو نشو زغملی، یوازې یوه نانوایۍ وه چې يوازې وچه ډوډۍ یې راکوله، بیا بیرته راوګرځېدو او خپلو کارونو ته ونشو رسېدلی. خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي."
سالنګ لویه لاره د کابل او د افغانستان شمالي ولایتونو ترمنځ یوه مهمه لاره ګڼل کېږي.
همدارنګه، یو شمېر کسانو چې د هرات-تورغونډۍ له لارې تېر شوي، ازادي راډیو ته ویلي چې دا لویه لار چې د یکشنبې په ورځ د ټولو موټرو لپاره تړل شوې وه، نن دوشنبه یوازې د چټکو مسافر وړونکو موټرو لپاره، په دې شرط پرانيستل شوې چې د ژمي وسایل او د موټر ټایرونه یې زنځیرونه ولري.
د تورغونډۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي مبارز ازادي راډیو ته وویل: "د هرات-تورغونډۍ لویه لاره د یکشنبې په ورځ د ټولو موټرو لپاره تړل شوې وه، خو نن دوشنبه، د لیندۍ ۲۶مه، یوازې د چټکو مسافر وړونکو موټرو لپاره چې تجهیزات ولري، پرانیستل شوه."
ثناالله، چې د تورغونډۍ بل اوسېدونکی دی، وايي چې د لارې بندېدو له امله خپل ناروغان روغتون ته نشي وړلی:
"کله چې واوره وریږي او لار تړل کیږي، ډېرې ستونزې پیدا کیږي. بیې پورته کیږي، په تورغونډۍ کې کلینیک او روغتون نشته او خلک باید خپل ناروغان هرات ته ورسوي. زموږ غوښتنه له ټولګټو چارو وزارت څخه دا ده چې د واورو اورېدو وروسته لارې ژر پاکې کړي."
د هرات-تورغونډۍ لویه لاره د سیمې خلکو لپاره ډېره مهمه ده او همدارنګه په سیمه کې د سوداګرۍ په اسانولو کې مهم رول لري، خو د خرابو موسمي حالاتو په ګډون د سختو واورو اورېدل اکثر د دې لارې د بندېدو لامل کیږي، چې د مسافرو او سوداګرو لپاره یې ستونزې زیاتې کړې دي.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت له ټولو خلکو غوښتي چې د واورو پر مهال د لویو لارو د تګ راتګ پر مهال، له ژمني وسایلو سره سمبال وي، له پوره احتیاط څخه کار واخلي، ترافیکي قوانین مراعات کړي او د لویو لارو د مؤظفینو لارښوونې وڅاري.