د شنبې له غرمه مهاله لسګونه کارګر د دره صوف د ګوله سیمې د ډبرو سکرو په کان کې بند پاتې وو.
د سیمې خلکو او ژغورونکو شاوخوا ۲۴ساعته د دغو کارګرو د را ایستلو لپاره هڅې وکړې.
په سمنګان کې د طالبانو د والي ویاند عصمت الله مرادي یکشنبه ناوخته رسنیو ته په یوه پیغام کې تایید کړه چې ۲۲ تنه ایسار کارګر وژغورل شول.«د دره صوف پایین د ډبرو سکرو یو کان لوېدلی و چې له امله یې ۲۲ محلي کارګران په دغه کان کې بند پاتې وو. له نیکه مرغه د سیمې د مسوولانو په هڅه ټول دا کارګر له خاورو لاندې راویستل شول او ټول یې ژوندي او سلامت دي.»
لومړنیو راپورونو کې ویل کېدل چې د ګیرپاتې کارګرو شمېر شاوخوا ۳۵ تنه دی خو وروسته په سمنګانو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون خبر ورکړ چې یواځې ۲۲ کسان په کان کې ایسار پاتې وو.
دره صوف د افغانستان لوی کانونه لري چې د کیفیت او استخراج له پلوه لومړۍ درجه بلل کېږي. خو غیر معیاري او وروسته پاتې کان کیندنه د دې لامل شوې چې تل له دې سیمې په کانونو کې د مرګونو پېښو یا د کارګرو ژوند ته د متوجه ګواښ راپورونه خپاره شي.
د کانیزو چارو متخصصین وایي تر څو چې غیر معیاري استخراج روان وي داسې پېښې بیا بیا تکرایږي.
د کانونو د چارو یوه متخصص او د کانونو وزارت پخواني سلاکار عبدالقدیرمطفي یکشنبه ناوخته ازادي راډیو ته وویل: «افغانستان کې خصوصاً دره صوف د ډبرو سکرو په کانونو کې اکثر په خپلسر کیندنې دي او بل هغه د کیندنې وساییل ډېر ابتدايي دي چې له امله یې ډېر خطرات رامنځته کېږي. بل هلته د ماشومانو د جبري کارونو یو ډېر غټ بحث دی چې هلته وجود لري. په مجموع کې د کانونو په استخراج خصوصاً د ډبرو سکرو په استخراج کې یو نړیوال استخراجي معیار چې محیط زیستي او ټولنیز مساییل دي هغه افغانستان کې په پام کې نه نیول کېږي او دا یوه لویه فاجعه ده.»
د راپورونو له مخې په دره صوف کې د ډبرو سکرو د ایستلو لپاره شاوخوا ۸۰۰ ځایونه کیندل شوي چې تر ډېره غیرمعیاري دي او د کارګرو د ژوند د خوندیتوب هېڅ ضمانت پکې نه دی شوی.
په دره صوف کې د افغانستان د ډبرو سکرو لویې کاني ساحې موجودې دي چې د کیفیت له لحاظه د دې سیمې سکاره تر نورو سیمو ښه بلل کېږي.
د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې په کانونو په تېره بیا د ډبرو سکرو په کانونو باندې پانګونې زیاتې کړي او د دوی لپاره یوه لویه عایداتي سرچینه ګرځېدلې. د افغانستان د ډبرو سکرو لویه برخه پاکستان ته صادریږي.
د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې په تېرو ۸ میاشتو کې یې څه باندې شپږنیم لکه ټنه ډبرو سکاره بیلابیلو هېوادونو ته صادر کړي.
دا خبره د یاد وزارت ویاند عبدالسلام جاوید کړې او ویلي یې دي چې پاکستان،چین،ایران،ترکیې او هند ته د دغو صادرو شویو سکرو ټول ارزښت څه باندې ۶۵میلیونه ډالرو ته رسیږي.