د سمنګان د سکرو په کان کې ۲۲ کارګر وژغورل شول

د سمنګان د دره صوف ولسوالۍ د سکرو په یوه کان کې له ۳۵ بند پاته شویو کارګرو څخه ۲۲ تنه ژغورل شوي دي.

دا خبره د طالبانو تر کنټرول لاندې د سمنګان د کانونو رييس مخدوم لطف‌الله طلوع‌نیوز تلویزیون ته وکړه.

د مخدوم لطف‌الله په وینا، د نورو بندو کارګرو د ژغورنې لپاره لا هم هلې ځلې روانې دي.

تر دې مخکې د طالبانو د سمنګان د والي ویندوی ویلي و چې د دره صوف په سفیدخاک سیمه کې د یوه کان د نړېدو له کبله ۳۵ کان کیندونکي ګیر پاته شوي دي.