د تایلند د کډوالو ادارې د دې هیواد په پوکت هوايي ډکر کې درې نارینه او یوه افغانه ښځه هغه مهال نیولي چې غوښتل یې د قزاقستان له جعلي پاسپورټونو سره د پلټنې له ځایه تیر شي.
دې ادارې د دغو څلور افغان کډوالو د عکسونو په خپرولو سره ویلي، دا کسان یې د ډمسبر په لسمه په ځايي وخت سهار مهال نیول دي.
له دې وړاندې د روان کال په اګسټ میاشت کې د تایلند په پوکت هوايي ډګر کې یو بل افغان له جعلي پاسپورټ سره نیول شوی و.
دا افغانان په داسې حال کې له جعلي پاسپورټونو سره نیول کیږي، چې د تایلند حکومت اعلان کړی چې د را روان کال د جنورۍ له پیله به افغانانو او پاکستانیانو ته په انلاین ډول ویزې ورکوي.
د تایلند د حکومت په خبره، د ویزو متقاضیان کولی شي په انلاین ډول په ویب سایټونو کې غوښتلیکونه واستوي.