افغانستان زمبابوې ته ماته ورکړه او لوبلړۍ یې وګټله

Image Courtesy/Afghanistan Cricket Board

په دې سره افغان لوبډله د زمبابوې په وړاندې د دریو شل اووریزو لوبو جام خپل کړ. افغان لوبډلې ته زمبابوې د ۱۲۸ منډو هدف ټاکلی وو.

د افغانستان لوبغاړي وتوانېدل په وروستي اوور کې د اوه لوبغاړو په سوځېدو هدف ته ورسیږي.
د افغانستان لپاره په باولنګ کې لوبډلمشر راشدخان څلور، نوین الحق، مجیب الرحمن او عظمت الله دوه، دوه وېکټې واخیستې.

په توپ وهنه کې که څه هم د سر څو لوبغاړي ښه ونه لوبېدل خو عظمت الله عمرزي ۳۴،ګلبدین نایب ۲۲ او محمد نبي چې تر پایه ودرېد ۲۴ منډې یې وکړې او هدف ته یې ځان ورساوه.
افغانستان او زمبابوې تر دې وروسته دری یو ورځنۍ لوبې هم لري چې لومړۍ یې د ډسمبر په ۱۷ یعنې را روانه سه شنبه ترسره کېږي.

تر هغه وروسته به دوه ټېسټ لوبې هم وشي چې لومړۍ یې د ډسمبر په ۲۶مه پیلیږي.