ایران: د نسرین ستوده مېړه ونیول شو

د بشري حقونو د مخکښې فعالې نسرین ستوده مېړه

د ایران امنیتي ځواکونو د بشري حقونو د مخکښې فعالې نسرین ستوده مېړه نیولی دی.

د دوی لور مهراوه خندان پرون پر خپله انسټاګرام پاڼه ولیکل چې پلار یې رضا خندان سهار مهال په تهران کې له خپل شخصي کور څخه د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

په عین حال کې مېرمن ستوده د آزادۍ راډیو فردا څانګې ته ویلي دي چې مېړه یې د ۱۳۹۷ کال د یوې قضیې په تړاو نیول شوی دی خو نوموړې زیاتوي چې ښاغلی خندان په هغه قضیه کې بښل شوی و.

مېرمن ستوده د چارواکو دا اقدام غیرقانوني بللی دی.