البارز: د افغان ښځو د بشري حقونو قضیه دې د نړیوالې جزايي محکمې له لارې تعقیب شي

د اسپانیا د بهرنیوچارو وزیر خوزې مانویل البارز

 د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره پرون جمعه (د لیندۍ ۲۳مه) د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې یوه غونډه جوړه شوه.

د اسپانیا د بهرنیوچارو وزیر خوزې مانویل البارز په هغه غونډه کې چې پرون په مادرید کې جوړه شوې وه وویل چې د افغان ښځو د بشري حقونو قضیه باید د دوستو هېوادونو په ملاتړ د نړیوالې جزايي محکمې له لارې تعقیب شي.

ښاغلي البارز دې یو ورځنۍ غونډې ته په وینا کې وویل چې په افغانستان کې د ښځو پر حقونو تېری، د بشري حقونو سرغړونه ده.

هغه هیله څرګنده کړه چې د جرمونو د نړیوالې محکمې له لارې د دې مسئلې تعقیب به د افغان ښځو ژوند ته یوه رڼا راولي:

«اسپانیا د جرمونو پر نړیوالې محکمې باور لري او د هغې د بنسټ ایښودونکو له ډلې دی. موږ د بشري حقونو پر اساساتو باور لرو نو ځکه یې موږ تل ملاتړ کړی دی او کوو یې. هیله من یم چې دې محکمې ته د افغان ښځو د قضیې راجع کېدل به د افغان ښځو او نجونو ژوند ته رڼايي راوړي.»

د نومبر په ۲۸مه چیلي، کاستاریکا، اسپانیا، فرانسې، لوګزامبورګ او مکسیکو د افغان ښځو او نجونو د حقونو د نقض قضیه د جرمونو نړیوالې محکمې ته راجع کړه او د لیندۍ په ۱۲مه د دې محکمې مشر څارنوال کریم خان وویل چې ډېرژر به د دې قضیې په تړاو د یوشمېر طالب چارواکو د نیولو حکم ورکړي.

په مادرید کې په پروني یوورځني کنفرانس کې ګډونوالو په بېلابېلو کاري کمیټو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت او په کور دننه او بهر د ښځو د یووالي د لارو چارو په اړه بحثونه وکړل.

فرح مصطفوي چې د دې غونډې له ګډونوالو څخه وه، بیګا ناوخته له مادرید څخه آزادۍ راډیو ته د دې کنفرانس د اغېزمنتوب په اړه وویل:

«د دې غونډې اغېزمنتوب په دې کې دی چې لومړی خو د ښځو له انسجام سره مرسته کوي. موږ اوس مهال ټوټې ټوټې یو. هرڅوک ځان ته یوڅه وايي. ډېری ښځې چې پخوا چارواکې، معترضې ښځې نه مني او فکر کوي چې هغوی تجربه نه لري او یا هغه ښځې چې په افغانستان کې دننه پاتې دي، بهر مېشتې ښځې له ځان جلا بولي خو موږ باید د ښځو د هویت پر محور یو انسجام رامنځ ته کړو. او بله دا چې دا واضحه ده چې باید له طالبانو سره خبرې ونه شي. موږ د البانیا په کنفرانس کې هم په دې اړه اعتراض کړی وو.»

له دې مخکې د روان کال په سپټمبر میاشت کې هم د البانیا په پلازمېنه تیرانا کې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره یوه غونډه جوړه شوې وه.

د مادرید په پرونۍ غونډه کې له بېلابېلو هېوادو څخه د افغان مېرمنو استازو، ځینو بهرنيو ډیپلوماتانو او د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم ګډون کړی.

هغې له غونډې وروسته پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې په تېرو درې نیمو کلونو کې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره ټولې هڅې بې نتیجې وې. مېرمن امیري له افغان ښځو وغوښتل چې د بېلابېلو نظریاتو له لرلو سره سره د یوبل تر څنګ ودرېږي او د یوبل ملاتړ وکړي.