هسپانیا: د کنفرانس ګډونوالو پر ښځو او نجونو د محدودیتونو لیرې کېدو غوښتنه وکړه

ارشیف

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې د افغانستان لپاره د هغوی د تېرو درې نیمو کلونو هڅې موثرې نه وې او وضعیت لا پسې خراب شوی دی.

هغې دا خبره د افغان ښځو په اړه په هسپانیا کې یوه کنفرانس ته وکړې.

اغلې امیري د غونډې ګډونوالو ته سپارښتنه کړې چې باید د یو بل ملاتړ وکړي.

د افغان ښځو په اړه په هسپانیا کې د کنفرانس اکثرو ویناوالو پر ښځو د طالبانو د محدودوونکو فرمانونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.

دغه کنفرانس چې «موږ واورئ» په نوم جوړ شوی ګڼو افغان فعالانو او د لویدیځو هېوادونو چارواکو او فعالانو پکې برخه اخیستې.

غونډې ته د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل الباریس وویل:

«د افغان ښځو د حقونو محدودوونکي فرمانونه نه یوازې پر افغان ښځو او نجونو، بلکې پر اکثرو اساسي او بشري حقونو برید دی او لغوه کېدل یې غواړو.»

کنفرانس ته په وینا کې د افغانستان لپاره د کاناډا خاص استازي ډېوېډ اسپرول وویل د طالبانو مشرتابه ته د افغانانو په تېره بیا افغان ښځو هوساینه اهمیت نه لري، بلکې خپلې شخصې ګټې ورته مهمې دي.