دغه سازمان په خپل تازه راپور کې د افغانستان د وضعیت په اړه ویلي چې دا کړکېچ د دوی د مرستو د کمېدو له امله لا پسې چټګ شوی دی.
شازیه، چې د کابل ښار یوه اوسېدونکې او يوه مور ده، د خپل ماشوم د روغتیا په اړه اندېښمنه ده. هغې ویلي:
"زما ماشوم درې کلن دی او په خوارځواکۍ اخته دی. سم نه ګرځي او د شپې ناارامه وي."
شازیې ازادي راډیو ته ویلي چې د امیندوارۍ پر مهال یې کافي خواړه نه دي ترلاسه کړي:
"څلور ماشومان لرم، اقتصاد مو خراب دی، د امیندوارۍ پر مهال مې مېوه او سم خواړه نه دي خوړلي، د شیدو ورکولو پر مهال مې هم کافي خواړه نه درلودل، ماشوم مې په خوارځواکۍ اخته شوی، د درملو او درملنې لپاره پیسې نه لرو، زموږ ستونزې ډېرې دي. د یوې مور لپاره ډېر سخته ده چې خپل ماشوم په داسې حالت کې وویني، ډېر تکلیف تېروم."
د کابل ښار بله اوسېدونکې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې ياد شي، ازادۍ راډیو ته يې وویل چې خپله لور یې د اقتصادي ستونزو له امله په کم عمر کې واده کړې:
"لورکۍ مې خوارځواکه ده، او اوس بیا امیندواره ده. مېوه خو پر ځای پرېږده چې د نس مړولو لپاره هم خواړه نه لري. پرون یې لیدو ته ورغلم، کالي یې پرېول، او د سړې هوا له امله رېږدېدله، نه صندلۍ لري او نه بخارۍ."
دا کورنۍ په داسې حال کې د خپلو ماشومانو او میندو د خوارځواکۍ په اړه شکایت کوي چې د خوړو نړيوال پروګرام تازه په چټکۍ سره د خوارځواکۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د دې سازمان د راپور پر بنسټ چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته (د ډسمبر پر ۱۲مه) يې خپور کړى، اټکل کېږي چې په ۲۰۲۵م کال کې به نږدې ۳.۵ ملیونه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، او ۱.۱۵ میلیونه امیندوارې او شیدې ورکوونکې میندې به له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي.
د خوړو نړيوال پروګرام ټینګار کړی چې دا کړکېچ د مالي محدودیتونو له امله د دوی د خوړو مرستو او د خوارځواکۍ د مخنیوي پروګرامونو د کمېدو له امله ګړندۍ شوى دی.
دغه سازمان د خوارځواکۍ اصلي ننګونې د ملیونونو ماشومانو د ټیټ قد، ناسم خوراکي رژیم، د پاکو اوبو نشتوالي او روغتیایي خدمتونو ته د نه لاسرسي له جدي ستونزو سره تړلې بللې دي.
د خوړو نړيوال پروګرام په داسې حال کې په افغانستان کې د خوارځواکۍ د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکوي، چې د نړیوالې لوږې د" شاخص"د راپور له مخې چې د ۲۰۲۴م کال په اکتوبر میاشت کې خپور شوى، د افغانستان د نفوسو له ۳۰ سلنې څخه زیات برخه خلک خوارځواکۍ سره مخ دي او شاوخوا شپږ سلنه ماشومان پنځه کلنۍ ته له رسېدو مخکې مري.
تر دې وړاندې د ماشومانو د ژغورنې صندوق (سېف د چلډرن) هم اعلان کړی و چې په افغانستان کې ۶.۵ ملیونه ماشومان، یعنې له هر لسو ماشومانو درې ماشومان په ۲۰۲۴م کال کې د لوږې له ناورين سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو او د ښځو په وړاندې د بندیزونو د لګولو او له دې هېواده د پانګې د تېښتې له امله بېکاري او بېوزلي په شدیده توګه زیاته شوې ده.
ډېری خلک د کار او د عایداتي زمینو له نشتوالي څخه شکایت کوي او وايي چې دا وضعیت د دوی او د دوی د اولادونو په راتلونکي ناوړه اغېز کوي.