امنیت شورا د افغانستان پر روان وضعیت غونډه کوي

د ملګروملتو امنیت شورا

ټاکل شوې نن د دسمبر ۱۲مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه وکړي. په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما مشره، هم د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې نن د دسمبر ۱۲مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې پر روان وضعیت غونډه وکړي، یو شمیر افغانان دا ډول ناستې د دوی لپاره هیله بښونکي بولي.

دوی له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دا د دې ښکارندويي کوي چې نړۍ افغانستان نه دی هیر کړی خو پکار ده چې د دوی په خبره د افغانانو د مهمو ستونزو لکه د ښځو د حقونو او بشري مرستو په اړه په کې خبرې وشي.

د کابل اوسیدونکې، ګلرخ ارمل ازادي راډیو ته وویل:

((زموږ یوازینې غوښتنه دا ده چې په دې ډول غونډو کې زموږ غږ اوچت شي او ښوونځی او پوهنتونونو بیرته خلاص شي څو نجونې خپلو هیلو ته ورسیږي.))

دا په روان کال کې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څلورمه غونډه ده او د دغه هېواد د سیاسي، بشري او امنیتي ننګونو په اړه د نړیوالو د اندېښنو ښکارندويي کوي.

دا غونډه به د افغانستان په وخت د ماښام ۷ نیمې بجې پیل شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ( یوناما) د دسمبر په ۱۱مه په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د یوناما مشره او د دې سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتونبایوا به دې غونډې ته وینا وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا بیا نژدې لس ورځې مخکې په یوه اعلامیه کې ویلي و چې اغلې اتونبایوا به په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي، د درې میاشتنی راپور په اړه هم وغږېږي.

په دې راپور کې چې د دسمبر په ۱۲مه نیټه خپور او د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ او امنیت شورا ته وړاندې شوی راغلي، چې د راپورونو له مخې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده عامه مشارکت زیات کړی، چارواکو، دیني عالمانو او خلکو ته یې د یووالي او اطاعت پر اړتیا او د شرعي قوانینو په رعایت ټینګار کړی دی.

په راپور کې دغه شان زیاته شوې، د اټکل له مخې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک له جدي بشري ننګونو سره مخامخ دي او د نوومبر تر ۱۱مه ، د روان کال د بشري اړتیاوو او ځواب ویلو پلان د ۳.۰۶ ملیارد ډالرو د اړتیا وړ بودجې یوازې ۳۷،۵ سلنه ترلاسه شوې.

د بدخشان ولایت اوسیدونکي، محبوب رحماني د امنیت شورا له نننۍ غونډې د خپلې تمې په اړه ازادي راډيو ته وویل: ((افغانان په ډیرې بې وزلۍ کې اوسیږي، دا ډول غونډې سربیره پر دې چې نور پروګرامونه هم لري خو باید د افغانانو پر بې وزلۍ، لوږې او خوارۍ هم تمرکز وکړي او په دې موضوعاتو باندې باید فوکس وشي.))

د امنیت شورا په مخکې خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي، په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې مشر او د یاد سازمان د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) استازی هم دغې شورا ته وینا وکړي.

په دې اعلامیه کې دغه شان ویل شوي و چې د افغانستان د بندیزونو کمیټې د نظارتي ډلې او یوناما د ماموریتونو د غځولو په ګډون بېلابېل مسایل به د دې غونډې په اجنډا کې شامل وي.

د یوناما ماموریت د راتلونکي کال د مارچ میاشتې په ۱۷ نیټه پای ته رسیږي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې طلوع نیوزخصوصي تلویزیون ته ویلي، د دوی د سرپرست حکومت د استازي له ګډون پرته به د دې غونډې پریکړې «عقده يي او له واقعیت لرې» وي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د دسمبر په ۳مه نیټه ازادي راډيو ته ویلي و په دې غونډه کې به د روزا اوتانبایوا او د اوچا د استازو سربیره، د امنیت شورا غړي هیوادونه، د افغانستان د مدني ټولنې غړي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ او همدارنګه هغه هیوادونه چې د دې شورا غړي هم نه دي ګډون وکړي.

دا ناسته په داسې حال کې جوړېږي چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې وه.

خو د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې په دې هیواد کې د ټولو افغانانو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، هغه ادعا چې نړیوالو او افغانانو ته د منلو نه ده.