د هرات زلزله ځپلې لا هم له کړاوونو سره مخامخ دي

د ګډوالو نړيوال سازمان وايي، په هرات کې له ويجاړوونکې زلزلې يو کال وروسته هم زرګونه کسان د خپل ژوند په بيا رغولو کې ستونزې لري.

د ګډوالو نړیوال سازمان زیاتوي چې ۶۸ سلنه کورنۍ د سرپناه له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي چې ۸۵ سلنه یې پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د کډوالو د نړیوال سازمان په وینا، ۳ سلنه خلک په بې ثباته ورځني معاش باندې تکیه کوي.

دا اداره همداراز وايي، ۶۸ سلنه کورنۍ د سرپناوو د نشتوالي له کبله له سړې هوا سره مخ دي.