طالبان: په بیلابیلو ولایتونو کې مو د یولسو تحصیلي موسسو جوازونه لغوه کړي دي

د طالبانو حکومت د یولسو خصوصي تحصیلي موسسو جوازونه لغوه کړې دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په یوه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ یې خپره کړه، ویلي، په غزني کې یې د سلطان محمود غزنوي، په فراه کې د ابونصر، په بادغیس کې د حنظله او حکمت، په تخار کې د فجرستان، په کندز کې د نمر، په بغلان کې د رویان او قدس، په بلخ کې د سادات، په سمنګان کې د مولانا جلال الدین بلخي او په هرات کې د الغیاث خصوصي تحصیلي موسسو جوازونه لغوه کړې دي.

د طالبانو په اعلامیه کې د دې موسسو د بندیدو په علتونو کې، خیالي استادان او محصلان، د تعلیمي-اداري اصولو نه رعایت او یوشمیر نورې سرغړونې یادې شوې دي.

په دې اعلامیه کې وړاندې راغلې دي چې دا د لوړو زده کړو د وزارت د مشرتابه د شورا پریکړه ده او د دې موسسو مسوولین به عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.