د جنوبي کوریا پخوانی دفاع وزیر ونیول شو

د جنوبي کوریا د دفاع پخوانی وزیر د دې هیواد له ولسمشراونورو چارواکو سره د پوځي حالت په اعلانولو کې د همکارۍ په تور ونیول شو.

د اسوشیتید پرس خبري آژانس د راپورله مخې د سیول د مرکزي برخې محکمې د بغاوت او له قدرت څخه د ناوړه استفادې په تور د کیم یونګ هیون د نیولو حکم صادرکړ.

د جنوبي کوریا د عدلیې وزارت د جنوبي کوریا ولسمشریون سوک یول او د هغه همکارانو ته د جنایي تحقیقاتو او استیضاح دوسیې پرانیستي دي او هغوی یې له هیواد څخه له وتلو منع کړي دي.

د جنوبي کوریا د ولسمشرله خوا تیره اونۍ په هیواد کې د پوځي حالت اعلان چې په څه باندې څلورو لسیزو کې لومړی ځل و، یوازې شپږساعته دوام وکړ.

دغه حالت په هیواد کې دننه سخت اعتراضونه پارولي و چې پارلمان هغه لغوه کړ.