نتنیاهو د فساد په تور محکمې ته حاضر شو

د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو نن د فساد په یوه قضیه کې محکمې ته حاضر شو.

نتنیاهو د تل ابیب یوې محکمې ته وویل چې پر ده د بډو، درغلۍ او له اعتماد څخه د ناوړه ګټې اخیستنې لګېدلي تورونه بې معنا دي.

هغه ژمنه وکړه چې په روان قضايي بهیر کې به د ده څرګندونې ترټولو باوري وي.

نتنیاهو د اسراییلو لومړنی برحاله ولسمشر دی چې د جنایي تورنو په خاطر په محکمه کې خپله دفاع کوي او دا په داسې حال کې ده چې د جرمونو نړیوالې محکمې هم د هغه د نیولو حکم ورکړی دی.

په عین حال کې اسراییلي جنګي الوتکو د بشار اسد د حکومت له نسکورېدو او د سوریې او اسراییل ترمنځ حایل سیمې ته د اسراییلي سرتېرو له ننوتو وروسته په سوریه کې هوايي حملې کړې دي. اسراییلو په عین حال کې هغه راپورونه رد کړي چې وايي، اسراییلي ځواکونو د دمشق پر لور د پرمختګ په حال کې دي.