د بې پولې خبریالانو ټولنې د ارزو تلویزیون د بیافعالیدو غوښتنه وکړه

ارزو ټلوېزيون، کابل

د بې سرحده خبریالانو ټولنې RSF د آرزو ټلویزیون د اوو کارکوونکو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې.

RSF د طالبانو دا اقدام د نه منلو وړ بللی او غندلی یې دی. د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مامورین د لیندۍ په ۱۴مه د آرزو ټلویزیون ودانۍ ته ننوتل او دروازه یې ورته مهر و لاک کړه.

دې وزارت تور ولګاوه چې آرزو ټلویزیون له بهرنیو رسنیو سره اړیکي لري او خپرونې یې له اسلامي ارزښتونو او ملي عنعنو سره په ټکر کې دي.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان ګڼو خصوصي رسنیو د طالبانو د ځپونکو اقداماتو، د ښځینه ژورنالیستانو پر کار د بندیز او اقتصادي ستونزو له کبله خپل فعالیت بند کړی دی.