د بشري حقونو نړیواله ورځ په داسې حال کې رارسېدلې چې د بشري حقونو ځینې کورني او نړیوال سازمانونه، د بشري حقونو د سرغړونو قربانیان او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي یې په افغانستان کې « زړه بوږنوونکي» بولي.
ځینې افغانان چې په بېلابېلو برخو کې یې دندې درلودې او په مختلفو تورونو د طالبانو د حکومت له خوا نیول شوي او بندیان شوي دي، ازادي راډیوته په خبرو کې ادعا وکړه چې طالبانو ورسره په زندانونو کې خورا بد چلند کړی او «سخت شکنجه» کړي یې دي.
د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکی او د تېر جمهوري حکومت پر مهال د ځانګړو ځواکونو یا کومانډو یو سرتېري دی چې د موضوع د حساسیت له امله یې د نوم نه خپرېدو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل ، د طالبانو د حکومت په دویم کال د یوې میاشتې لپاره بندي او په کابل کې د دوی د استخباراتو په یو زندان کې سخت شکنجه شوی دی. « ما په تول عمر داسې بدې شکنجې او تکلیفونه نه وه لیدلي.»
ده زیاته کړه:
"ما دوولس کاله په ځانګړو ځواکونو او د کومانډو د سرتېري په توګه دنده ترسره کړې، د طالبانو یو کال وتلی و چې زه یې په دې تور ونیولم چې ته له بهرنیانو سره تماس لرې، ډېر بد چلند یې کاوه دا ټوله موده مې په پښو او لاسونو کې ځنځیرونه پراته وو، چې ډېر ترې په تکلیف وم، لږ به مې که څه وویل داسې به یې ووهلم چې ایسته به یې وغورځولم، ډېره سخته شکنجه یې راکوله."
د تلویزیوني خپرونو چلوونکې او د سینما لوبغاړې شګوفې بارکزۍ هم چې د طالبانو د زندان تجربه لري او اوس له افغانستانه بهر اروپا کې مېشته ده، ازادي راډیو ته په خبرو کې ادعا وکړه چې د طالبانو مسولان په زندانونو کې نه یوازې دا چې د بندیانو هېڅ ډول بشري حقونه نه رعایتوي، بلکې په بېلابېلو ډولونو یې سخت شکنجه کوي:
"د طالبانو لخوا نارینه او ښځینه په بېلابېلو تورنو بنديان کېږي او بیا په زندان کې په مختلفو ډولونو او شدید شکنجه کېږي، دوی په دې ډول ان په ډېرو ناحقو موضوعاتو هڅه کوي چې دغه تورونه چې دوی یې لګولي په بندیانو یې ومني، خپله تجربه ووایم چې ښځو سره داسې چلند کوي چې وهل ټکول کېږي، بدن یې لمسوي او ان د دې امکان زیات وي چې تېری پرې وشي، خو له بده مرغه هېڅ څوک نشته چې د افغان ښځو او نجونو غږ واوري."
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او دوی د استخباراتو د عمومي ریاست ویاند خلیل همراز او د زندانونو چارو ادارې ویاند محمد نسیم لالهاند د دغو کسانو د ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو له دې وړاندې یې رسنیو سره په خبرو کې دا ډول ادعاوې رد کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو ځینې نړیوال او کورني سازمانونه هم په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله په حیرانوونکي ډول خراب بولي.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو برخې مسوولې هیدر بار په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د روان «بد»بشري وضعیت له امله نړیواله ټولنه هم پړه ده:
"په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په حیرانوونکي ډول خراب او په دوامداره توګه په بدتره کېدو دی، قطعا چې نړیواله ټولنه تر یو حده په دې برخه کې ملامته ده، د دې روان ناورین په اړه د (نړیوالې ټولنې) غبرګون سوړ و، همغږي کمه ده، لومړیتوب نه دی ورکړل شوی، داسې ښکاري چې ټولو له دې باره اوږې سپکې کړي او وایي چې ښه دا افغانستان دی نو، خو دا د منلو نه ده، ځکه داسې اقدمات شته چې نړیواله ټولنه یې کولی شي."
وړاندې د ملګرو ملتونو په ګډون ډیریو سازمانونو او هېوادونو په ځانګړې توګه اروپایي هېوادونو په افغانستان کې روان وضعیت غندلی دی.
په یو تازه اقدام کې د جرمونو د نړیوالې محکمې «ای سي سي» څارنوال کریم خان ویلي چې ډېر ژ ر به د ښځو او بشري حقونو د نقض په تور د طالبانو د ځینو چارواکو د نیولو حکم صادر کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې نوومبر میاشتې په ۲۸مه چیلي، کاستاریکا، هسپانیا، فرانسې، لوګزامبورګ او مکسیکو په افغانستان د ښځو او نجونو کړکېچن او نازک وضعیت ته په پام، د افغان نجونو او ښخو د حقونو د نقض قضیه نړیوالې جزایي محکمې ته وړاندې کړه.
دې محکمې د دې قضیې د ترلاسه کولو په تایید اعلان وکړ چې په دې اړه یې څېړنې پیل او ان ډېر پرمختګ په کې شوی دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ازادي راډیو په استولي غږیز پیغام کې ویلي چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو نقض د افغانستان راتلونکی ګواښي:
"په افغانستان کې ښځې او نجونې له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې شوي، پر زده کړو او کار بندیز او د دوی پر ازادیو شدید محدودیتونه نه یوازې د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده بلکې د دغه هېواد راتلونکی هم له خطر سره مخ کوي."
بلخوا د رواداري په نوم د بشري حقونو د سازمان مشره او د ښځو او بشري حقونو فعاله شهرزاد اکبر وایي په افغانستان کې طالبانو نه یوازې دټولو خلکو بشري حقونه نقض کړي بلکې د ښځو او نجونو پر وړاندې یې د دې په خبره «د جنسیت پر بنسټ له ټولنې د ښځو د لرې کولو» پالیسواو فرمانونو تطبیقولو وضعیت په دوامداره توګه کړکېچن کړی دی.
شهرزاد اکبر ازادي راډیو ته وویل چې نړیوال باید نور په افغانستان کې په عملي توګه د بشري حقونو د ناقضینو معافیت پایته ورسوي او په دېاړه د افغانانو حقونو ته رسېدنه وکړي:
"د بشري حقونو ناقضین باید حساب ورکولو ته اړ شي، او پرې نه ښودل شي چې د افغانستان پر خلکو حکومت ته دوام ورکړي، دا اوس ځینې اقدامات شوي چې کولای شي طالبان ځواب ورکولو ته اړ باسي لکه د نړیوالې جزایي محکمې، او د عدلت نړیوالې محکمې احتمالي بهیر چې طالبان به خبرو ته اړ کړي، خو دا کفایت نه کوي، بلکې د وضعیت د بدلون لپاره سیمه ییز فشار ته اړتیا ده او نړیواله ټولنه هم دې برخه کې مسولیت لري، ځکه د بشري حقونو مسله یوازې د هېوادونو دننه مسله نه ده بلکې پایلې یې نور هېوادونه هم اغیزمنوي."
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان په خپلو بېلابېلو راپورونو کې طالبان د پراخو بشري حقونو په سرغړونو تورن کړي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارد بنیت د طالبانو د حکومت لخوا د نیولو، بندي کولو، شکنجه، تري تم کولو او ان وژلو په اړه راپورونه ورکړي هغه څه چې د طالبانو د حکومت بېلابېلو چارواکو تل رد او له حقیقته لرې بللي دي.
تر دې چې طالبانو له د دا ډول راپورونو له امله افغانستان ته د هغه په تګ هم بندیزو ولګولو.
نورو بشري حقونو نورو نړیوال سازمانونو هم ورته راپورونه خپاره کړي دي.
طالبان په افغانستان کې ځکه هم د بشري حقونو نقضونکي بلل کېږي چې دوی ډیری ښځه ځپونکي فرمانونه صادر کړي دي او د افغان میرمنو او نړیوالو په خبره چې د ټولنې نیمايي برخه یې حذف کړې ده.
ملګرو ملتونو دا ښځه ځپونکي فرمانونه ۵۲ ښودلي دي.
د طالبانو حکومت نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو کې له زده کړو راګرځولي دي، په پوهنتونو کې یې هم د دوی په لوړو زده کړو بندیز لګولی دی او تازه یې طبي انسټېټیوټونو هم د دوی په مخ تړلي دي.
ښځې یې په ډیری دولتي او نا دولتي ادارو کې له کار هم راګرځولي، حجاب یې هم پرې اجباري کړی، له محرم پرته له لرې واټن سفر او پارکونو، ورزشي لوبغالو او حمامونو ته له تګ یې هم راګرځولي دي.
د طالبانو حکومت په امربالمعروف په نوي قانون کې د دوی صورت او غږ هم عورت بلل شوي دي.
خو د طالبانو حکومت تل ادعا کړی چې د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه خوندي کړي، هغه ادعا چې افغان میرمنو او نړیوالو ته د منلو نه ده.
د ملګرو ملتونو د وېب پاڼې د معلوماتو له مخې، د بشري حقونو نړیواله ورځ د دغه سازمان د عمومي اسمبلې لخوا په ۱۹۴۸ کال کې د ډسمبر په۱۰ مه تصویب شوه.
ملګرو ملتونو د«بشري حقونو نړیوالې ورځ په توګه» د دې ورځې د مشخصولو هدف په ټوله نړۍ کې د انسان په توګه د جنسیتي، ژبني، قومي،مذهبي، نژادي، سیاسي، اقتصادي او بل هر ډول تبعیض پرته په خوندي چاپېریال کې ژوند کول او ټولو بشري حقونو رعایتول بللي دي.
د دغه سازمان د بشري حقونو دې اعلامیه «UHDR» کې چې تر ۲۰۳۰ کار پورې د بشري حقونو د تامیندو لپاره په ټوله نړۍ کې با اعتباره سند بلل شوی، په کې ټینګار شوی چې د بشري حقونو په رعایتولو ټولنې او وګړي سوله ییز، مساوي او پاېښت لرونکي راتلونکی رامنځته کولای شي.
د ۲۰۲۴ کال لپاره د بشري حقونو د نړیوالې ورځې شعار «زموږ حقونه، زموږ راتلونکی» اعلان شوی دی.