ملګري ملتونه: طبي مؤسسو کې د افغان نجونو پر زده‌کړو بنديز تبعيضي پرېکړه ده

Your browser doesn’t support HTML5

د ملګروملتونو د بشري حقونو دفتر په طبي مؤسسو کې د افغان نجونو د زده‌کړو مخنیوی، ژوره تبیعضي پرېکړه بللې ده. دغه دفتر پر واکمنو چارواکو غږ کړی چې دا پرېکړه لغو کړي. ناروې هم پر افغان ښځو د نوي بندیز په غبرګون په اوسلو کې د طالبانو د استازي له منلو ډډه کړې.