د جرمني صدراعظم اعلان کړی چې افغانستان ته به د مجرمو پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ دوام ولري.
د روان کال په اګست میاشت کې له جرمني څخه د یو شمېر مجرمو افغان پناه غوښتونکو له اخراج وروسته، د دغه هېواد صدراعظم اولف شولتز یوځل بیا د مجرمو افغان پناه غوښتونکو د اخراج پر دوام ټینګار کړی دی.
شولتز د چهارشنبې په ورځ د ډسمبر په څلورمه د فدرالي پارلمان (بونډسټاک) د پوښتنو او ځوابونو په یوې ناسته کې دې خبرې باندې په ټینګار سره، هر هغه څوک چې جرم وکړي، باید دا احساس ونه کړي چې په دغه هېواد کې به پاتې شي، زیاته کړه چې د ترسره شویو اقداماتو له امله جرمني ته د ناقانونه کډوالو راتلل کم شوي دي.
هغه دا هم وويل چې د افغان مجرمينو اخراج د منظمو الوتنو او يا د افغانستان له واکمنو چارواکو سره د خبرو اترو له لارې نه ترسره کېږي، خو يادونه يې وکړه چې د دې پروسې لپاره يې لارې چارې موندلې او پرې کار روان دی.
خو بل خوا یو شمېر هغه افغانان چې په جرمني کې یې د کډوالۍ کېسونه منل شوي، وايي چې له میاشتو راهیسې په درېیمو هېوادونو کې بې برخلیکه ژوند کوي.
په پاکستان کې د جرمني کېس لرونکی افغان، همراز وايي: پخوا چې زموږ همکاران راغلي وو، یواځې دوه میاشتۍ په تمه شول، زه د اګست له نهمې نېټې راهیسې دلته په هوټل کې یم، دوه میاشتې مخکې دا پروسه درول شوې وه، تازه بېرته پیل شوې، په هغه چکټیا چې موږ په افغانستان کې اورېدلې وه او تمه مو درلوده له بده مرغه داسې نه ده.
رضوان همراز، چې څلور میاشتې وړاندې یې د جرمني د منلو لیک ترلاسه کړی او په پاکستان کې یې مرکې ته انتظار دی، ازادي راډیو ته وویل: "له پاکستانه جرمني ته د افغانانو د انتقال پروسه ډېره ورو روانه ده، پخوا چې زموږ همکاران راغلي وو، یواځې دوه میاشتۍ په تمه شول، زه د اګست له نهمې نېټې راهیسې دلته په هوټل کې یم، دوه میاشتې مخکې دا پروسه درول شوې وه، تازه بېرته پیل شوې، په هغه چکټیا چې موږ په افغانستان کې اورېدلې وه او تمه مو درلوده له بده مرغه داسې نه ده."
په پاکستان کې یو بل افغان کډوال مصطفی، چې له یوه کال راهیسې یې دوسیه د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ته سپارل شوې، خو مثبت ځواب یې نه دی ترلاسه کړی، ازادي راډیو ته وویل: "هغه افغانانو چې په جرمني کې یې جرم کړی د دې لامل شوی چې د هغه افغانانو د انتقال پروسې ورو شي چې دې هېواد ته له قانوني لارو ځي او هره ورځ چانس له لاسه ورکړي، زه په خپله یو کال کېږي په تمه یم، کله چې لږ پرمختګ رامنځته شي بیا یوه پېښه رامنځته کېږي او دا پروګرام له ځنډ سره مخ کېږي."
د رسمي شمېرو لهمخې چې د لړم په لسمه نېټه د جرمني د کورنيو چارو وزارت لهخوا خپرې شوې، د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې له جرمني د پناه غوښتونکو اخراج ۲۲ سلنه زیات شوی دی.
یاد وزارت پهدې موده کې د ۱۴۷۰۰ پناه غوښتونکو د اخراج موارد ثبت کړي، حال دا چې د ۲۰۲۳م کال په همدې موده کې دا شمېر یوازې ۱۲زره و.
جرمني د روان کال په وږي میاشت کې هغه ۲۸ افغان پناه غوښتونکي چې د جرمني چارواکو په جرمونو کې ښکېل بللي وو، افغانستان ته اخراج کړل چې دا له کله چې طالبانو څه باندې درې کاله مخکې پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړې، له دې هېواده د افغان پناه غوښتونکو د اخراج لومړۍ پېښه وه.
په دې اړه نور: جرمني د لومړي ځل لپاره یوه ډله افغانان له خپلې خاورې وایستل او بېرته یې افغانستان ته ولېږلشپږ میاشتې وړاندې افغانستان ته د مجرمو پناه غوښتونکو د اخراج په اړه بحثونه وروسته له هغې پیل شول چې یوه ۲۵ کلن افغان د جرمني په لوېدیځ مانهایم ښار کې په یوه لاریون کې چې د اسلامي ضد غورځنګ لهخوا ترسره شوی و، په چړې ګوزار وکړ او یو پولیس یې وواژه.