د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ (د قوس ۹مه) وویل چې، د دې هېواد جنګي الوتکو د حزبالله د فعالیتونو له کشف وروسته د لبنان په جنوب کې د توغندیو د زېرمتون پر یوه مرکز برید وکړ.
دا د اوربند له نافذېدو وروسته د اسراییل لومړنی هوايي برید دی.
متحدهایالات حزبالله د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، خو اروپایي اتحادیې یوازې د دې ډلې نظامي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور لهمخې، د اسراییل په هوايي برید کې د مرګژوبلې په اړه تر اوسه څه نهدي ویل شوي.
په همدې حال کې، د فرانسپرس خبري اژانس د راپور لهمخې، د لبنان د بیساریه ښاروالې نازیه عید، ویلي چې برید د دې ښارګوټي په یوه سیمه کې شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې برید په یوه ځنګلي سیمه کې شوی چې د هغې په وینا عام خلک هلته نهځي.
د اسراییل او حزبالله ترمنځ له خونړیو جګړو وروسته، د چهارشنبې په ورځ د قوس په ۷مه اوربند نافذ شو.
د اوربند له پیل سره سم، د اسراییل پوځ د لبنان د جنوب اوسېدونکو ته خبرداری ورکړ چې، خپلو کورونو ته دې بېرته نه ستنېږي.
حزبالله یوه وسلهواله ډله او همدارنګه یو سیاسي ګوند دی چې د لبنان د جنوب ډېرې سیمې تر خپل کنټرول لاندې لري.
د حزبالله سیاسي استازي د لبنان په پارلمان کې غړیتوب لري.
د اسوشیټیډ پریس د راپور لهمخې، د پنجشنبې په ورځ چې د اوربند دوهمه ورځ وه، د لبنان دولتي خبري اژانس خبر ورکړ چې د اسراییل په ډزو د مرکبا په سیمه کې، چې د دوو هېوادونو پولو ته نژدې ده، ملکي کسان په نښه شوي دي.
راپورونه وايي، پهدې برید کې دوه کسان ټپیان شوي دي.
په دې اړه نور: د اسراييل او حزبالله تر اوربند وروسته لسګونه زره لبنانیان خپلو ښارونو او کلیو ته ستانه شولاسراییل ویلي، په درې نورو سیمو کې یې، چې پولو ته نژدې دي، د توپ ډزې کړي دي.
د اسراییل پوځ په یوه بیان کې ویلي، یوشمېر شکمن کسان په وسایطو کې د لبنان جنوب ځینو سیمو ته رسېدلي او د اوربند شرایط یې مات کړي دي.
په بیان کې ویل شوي چې، اسراییلي ځواکونو پرې ډزې کړي دي.
د لبنان د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، په تېر یو کال کې د اسراییل او حزبالله ترمنځ په جګړو کې ۳۹۶۱ کسان وژل شوي او ۱۶۵۲۰ نور ټپیان شوي دي.