د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۱

د اسراييل او حزب‌الله تر اوربند وروسته لسګونه زره لبنانیان خپلو ښارونو او کلیو ته ستانه شول


کورونو ته د خلکو د ستنېدو له بهيره يو انځور
کورونو ته د خلکو د ستنېدو له بهيره يو انځور

د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ تر اوربند وروسته د نومبر په اووه ویشتمه په لسګونو زره لبنانیان خپلو ښارونو او کلیو ته ستانه شول.

په لبنان کې د ملګروملتونو په وینا په وروستیو څو اوونیو کې د جګړو له امله تر نهه لکه ډېرو کسانو خپل کورونه پرېښې دي.

د شوي تړون له‌‌‌مخې چې د جګړې د درېدو سبب شو، د لبنان پوځ د دغه هېواد په جنوب کې د خپل موجودیت د بیا پیاوړي کېدو هڅې پيل کړې دي، دا هغه سیمې دي چې تر وروستۍ جګړې مخکې په‌کې حزب‌الله واکمن و.

حزب‌الله ته د حماس ډلې په‌څېر د امریکا متحدایالتونه د یوې ترهګرې ډلې په سترګه ګوري او اروپایي ټولنه د حزب‌الله پوځي ځانګه د ترهګرو په لېست کې شامله کړې ده.

د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ جګړه وروسته تر دې ورو ورو سخته شوه، چې کال مخکې د حزب‌الله ملاتړي حماس له غزې د اسراییل دننه برید وکړ او نژدې دولس سوه اسراییلیان یې ووژل، په لسګونو نور یې برمته کړل چې یوشمېر یې د دې څه باندې یوې کلنې جګړې په ترڅ کې په غزه کې وژل شوي، څو تنه تبادله شوي او نور یې تري تم دي.

حزب‌الله تر اوربند وروسته په دغه يوکلنه جګړه کې د خپل بري اعلان کړی.
حزب‌الله تر اوربند وروسته په دغه يوکلنه جګړه کې د خپل بري اعلان کړی.

د لبنان دننه په سپتمبر کې اسراییلي پلیو ځواکونو حمله وکړه چې، د هوا له لارې یې ملاتړ کېده.

اسراییل د دې جګړې په پيل کې دا خبره کوله چې د حزب‌الله د توغندیو د بریدونو له امله د اسراییل په شمال کې په لسګونو زره اسراییلیان مجبوره شوې دي چې، خپل کورونه پرېږدي، نو حزب‌الله باید وځپل شي، چې دا کسان بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

لبنان وایي، د دې جګړې په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۸۲۳ کسان وژل شوي دي او اکثر تلفات په وروستیو څو اوونیو کې اوښتي دي.

اسراییلي چارواکو په‌‌‌دې جګړه کې د خپلو لږ تر لږه دوه اتیا پوځیانو او اووه څلویښتو ملکیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د دې جګړې په ترڅ کې د ایران پلوه حزب‌الله ډلې مشر حسن نصرالله ووژل شو، خو حزب‌الله د فرانس‌پریس اژانس د راپور له‌مخې پرون هم تر اوربند وروسته په یوه بیان کې د دې جګړې په ترڅ کې د خپل بریالیتوب ادعا وکړه.

د لبنان په پارلمان کې د حزب‌الله غړي حسن فضل‌الله فرانس‌‌پریس اژانس ته وویل چې، د دوی ګوند به د لبنان له پوځیانو سره مرسته وکړي چې د لبنان په جنوب کې ځای پرځای کېږي.

اسراییل او لبنان له خلکو غوښتې دي چې د جګړې د لومړۍ کرښې سیمو ته دې سم‌دستي نه ورګرځي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG