د اوربند له پيل سره لبنانیان بېرته کورونو ته ستنېږي

Your browser doesn’t support HTML5

د اسرائیل او حزب الله ترمنځ له اوربند وروسته زرګونه بې ځایه شوي لبنانیان بېرته خپلو سیمو او مېنو ته ستنېږي. حزب الله ډله چې د متحده ایالاتو د ترهګرو په تور لیست کې ده، او نظامي څانګه یې اروپايي ټولنې هم په تور لیست کې اچولې، پرون اسرائیل سره په یوه اوربند هوکړې ته ورسېده. دا اوربند د فرانسې او متحده ایالاتو په ملاتړ، نن سهار څلور بجې پیل شوی دی

د اوربند له پيل سره لبنانیان بېرته کورونو ته ستنېږي