تېرکال کندهار کې تر ټولو ډېر پلورل شوی کتاب؛ د دې کتاب منځ‌پانګه د څه په اړه ده؟

کندهار کې ډېر پلورل شوی کتاب.

د صداقت په نوم د کندهار یوې خپرندویه ټولنې د معلوماتو له‌مخې، تېر کال د تازه چاپ شویو کتابونو له جملې د لوی ژوند کوچني ګامونه کتاب تر ټولو ډېر پلورل شوی دی.

د پلور په ترتیب کې، د مولوي محمدرسول ژباړل شوی نبوي سیرت په دویم ځای کې دی او د استاد اسدالله غصنفر د ژبې ښکلا په درېیم مقام کې د ډېر پلورل شویو او لوستل شویو کتابونو په توګه ځای لري.

صادق رښتیني د لوی ژوند کوچني ګامونه کتاب له لیکوال علي‌‌الله متوکل سره د دې کتاب د محتوا په اړه مرکه کړې ده.

د دې مرکې لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له علي‌الله متوکل سره مرکه