د ازادي راډيويي مجلې پهدې خپرونه کې مو د اروپا په دوو هېوادو کې د کتابونو له نندارتونو خبروو.
دا به هم واورئ چې د ځینو خپرندویه ټولنو په باور په افغانستان کې د کتابونو د چاپ چارې څه ناڅه غوړېدلي دي.
دغهشان د بریتانیا په کتابونونو کې د قلمي نسخو په اړه معلومات درته لرو، د یوه نوي ژباړل شوي کتاب په اړه به واورئ او شعرونه هم درته وړاندې کېږي.
ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمدشيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ: